يمن سره په ګډه پوله د سعودي عربستان يو بل سرتېرى او دوه کليوال سړي په ډزو وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت له قوله ويلي، چې د يمن له داخل څخه په ډزو کې د دغه هېواد ظهران الجنوب سيمه کې پرون يو سرتېرى او دوه کليوال سړي وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، په يمن د سعودي عربستان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو له پيلېدو راهيسې تر اوسه په سعودي عربستان كې نږدې اتيا سرتېري وژل شوي دي. يمن سره په ګډه پوله د سعودي عربستان يو بل سرتېرى او دوه کليوال سړي په ډزو وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت له قوله ويلي، چې د يمن له داخل څخه په ډزو کې د دغه هېواد ظهران الجنوب سيمه کې پرون يو سرتېرى او دوه کليوال سړي وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، په يمن د سعودي عربستان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو له پيلېدو راهيسې تر اوسه په سعودي عربستان كې نږدې اتيا سرتېري وژل شوي دي.
بلخوا د يمن جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي د دغه هېواد په عدن ښار کې دى او هڅه کوي، چې د خپل حکومت پاشلې قواوې سره منسجمې کړي، ترڅو وکولى شي له حوثي شيعه وسله والو، چې د ايران ملاتړ ورسره دى، نيول شوې سيمې بېرته پخپله ولکه کې راولي.
له تېرې مارچ مياشتې راهيسې سعودي عربستان او متحدينو يې په يمن کې د حوثي وسله والو په ضد ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه پکې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


