د پکتيا په مرکز ګردېز کې له درې مياشتنې ځنډ وروسته د ايسا دفتر چې د يو لړ مالي ستونزو له کبله تړل شوی بېرته پرانيستل شو.
سوداګر او پانګوال د دفتر دوباره پرانيستي ته خوشحاله دي او وايي، د همدې مرکز پر اساس به دوی سره راټولېږي او خپلې ستونزې به له اړوند ادارو سره شريکوي.
دوی وايي، په تېرو درې مياشتو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو، چې په خبره يې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې ورته د ملاتړ او راټولېدنې همدا مرکز خورا ضروري و. د پکتيا په مرکز ګردېز کې له درې مياشتنې ځنډ وروسته د ايسا دفتر چې د يو لړ مالي ستونزو له کبله تړل شوی بېرته پرانيستل شو.
سوداګر او پانګوال د دفتر دوباره پرانيستي ته خوشحاله دي او وايي، د همدې مرکز پر اساس به دوی سره راټولېږي او خپلې ستونزې به له اړوند ادارو سره شريکوي.
دوی وايي، په تېرو درې مياشتو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو، چې په خبره يې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې ورته د ملاتړ او راټولېدنې همدا مرکز خورا ضروري و.
د ايسا د مرکزي دفتر مرستيال ابراهيم شمس ګردېز ته د کاري سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې دوی به د دې دفتر له لارې د پانګونې د ملاتړ په برخه کې ټول اړين خدمات وړاندې کوي.
په پکتيا کې سوداګر او پانګوال د دې دفتر پرانيستې ته خوشحاله دي او وايي، چې چارې به يې ورسره ګړندۍ او منظمې شي.
په ګردېز کې د سوداګۍ خونې مشر ډاکتر نصير عالميار همدا خبره کوي او وايي د همدې دفتر له لارې به پانګونې ته زمينه برابره شي او د پانګوالو پر وړاندې شته خنډونه به ورسره راکم شي.
حاجي محمد ګردېزی يو تن سوداګر دی، چې د دې دفتر پرانيسته د خپلو سوداګريزو او پانګوالو چارو لپاره لازمي بولي.
دی وايي، د دې دفتر له پرانيستې سره به ګردېز ته شتمن او سوداګر د پانګونې لپاره راشي.
په ګردېز کې د پانګونې د ملاتړ دفتر داسې مهال پرانيستل کېږي، چې دلته لا هم د پانګونې پر وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي. د ډاډمن امنيت، پارک صنعتي او برېښنا نشتوالی هغه څه دي، چې د پانګونې او صنعت مخه يې ډب کړې.


