د هند د کورنيو چارو وزارت خبردارى ورکړى، چې ښايي د دغه هېواد پايتخت نوي ډيلي کې داعش ډله هوايي بريد ترسره کړي.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د رپوټ له مخې، د هند د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې، چې پرون خپره شوه راغلي، چې د نوي ډيلي ټولو حساسو سيمو کې پوليس ځاى پر ځاى شوي دي. د هند د کورنيو چارو وزارت خبردارى ورکړى، چې ښايي د دغه هېواد پايتخت نوي ډيلي کې داعش ډله هوايي بريد ترسره کړي.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د رپوټ له مخې، د هند د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې، چې پرون خپره شوه راغلي، چې د نوي ډيلي ټولو حساسو سيمو کې پوليس ځاى پر ځاى شوي دي.
په اعلاميه کې زياته شوې، چې د هند د لومړي وزير، مرستيال لومړي وزير، د كورنيو چارو وزير او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو د کورونو مخې ته پوليس د تيارسۍ په حال کې ګومارل شوي دي.
په اعلاميه کې راغلي، چې ښايي ترهګر د الوتونكو څيزونو په مټ بريدونه ترسره کړي.
له استخباراتي ادارو غوښتل شوي، چې په هوا کې د هر ډول مشکوک څيز څارنه زياته کړي.


