عراقي چارواکي وايي، د دې هېواد په شمال کې له سنجار ښار سره نږدې يو ډله ييز قبر موندل شوی دی.
د دوى په وينا، په دغه قبر کې له ۱۰۰ زيات کسان خښ شوي، چې د داعش ډلې له خوا وژل شوي دي.
د سنجار ښار، چې ډېری اوسېدونکي يې ايزدي کردان دي، تېر کال د داعش ډلې لاس ته لوېدلی و. عراقي چارواکي وايي، د دې هېواد په شمال کې له سنجار ښار سره نږدې يو ډله ييز قبر موندل شوی دی.
د دوى په وينا، په دغه قبر کې له ۱۰۰ زيات کسان خښ شوي، چې د داعش ډلې له خوا وژل شوي دي.
د سنجار ښار، چې ډېری اوسېدونکي يې ايزدي کردان دي، تېر کال د داعش ډلې لاس ته لوېدلی و.
د داعش ډلې جنګياليو د دغو لږکيو ځينې نارينه وژلي او ښځې يې له ځانونو سره وړې دي. دغه ډله، ايزديان کافر بولي او له ښځو سره يې د “کافرانو جنګي غنيمت” په توګه چلند کاوه.
د سنجار ښاروال محما خليل اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، دغه نوی موندل شوی قبر، د نينوي ولايت کې له سنجار ښار څخه ۱۰ کيلو مټره لرې پروت دی.
د نوموړي په خبره، تراوسه له موندل شويو قبرونو څخه دا يې تر ټولو لوی دی او کېدای شي تر دې وروسته نور قبرونه هم وموندل شي.


