د هرات ولايتي اداره وايي، د دغه ولايت تر ټولو ستره پروژه سلما بند به راتلونكى كال ګټې اخيستنې ته وسپاري خو د دې لپاره د ځمكو د خړوبولو د نويو كانالونو د كېندلو او كرنې لپاره د شاړو ځمكو دهوارولو لپاره د مركزي حكومت مرستې ته اړتيا ده.
د هرات والي محمداصف رحيمي چې نن يې په كابل كې د نيمروز، پروان، كاپيسا، باميان او دايكندي له واليانو سره د كابينې او ملي امنيت په شورا كې د ګډون په اړه له رسنيو سره خبرې كولې وويل چې له حكومت څخه يې د سلما د بند اړوند د ځمكو د خړوبولو د نويو كانالونو د كيندلو او شاړو ځمكو د هوارولو غوښتنه وكړه چې دنوموړي په خبره اړوندو ارګانونو ورسره په يادو برخو كې د همكارۍ ژمنې هم وكړې د هرات ولايتي اداره وايي، د دغه ولايت تر ټولو ستره پروژه سلما بند به راتلونكى كال ګټې اخيستنې ته وسپاري خو د دې لپاره د ځمكو د خړوبولو د نويو كانالونو د كېندلو او كرنې لپاره د شاړو ځمكو دهوارولو لپاره د مركزي حكومت مرستې ته اړتيا ده.
د هرات والي محمداصف رحيمي چې نن يې په كابل كې د نيمروز، پروان، كاپيسا، باميان او دايكندي له واليانو سره د كابينې او ملي امنيت په شورا كې د ګډون په اړه له رسنيو سره خبرې كولې وويل چې له حكومت څخه يې د سلما د بند اړوند د ځمكو د خړوبولو د نويو كانالونو د كيندلو او شاړو ځمكو د هوارولو غوښتنه وكړه چې دنوموړي په خبره اړوندو ارګانونو ورسره په يادو برخو كې د همكارۍ ژمنې هم وكړې: (( له دې بند نه اوبې، پښتون زرغون، چشت او كرخ ته د كانالونو تېرولو او د ځمكې اوارولو اړتيا ده، چې په دې برخه كې د اوبو او انرژۍ وزارت ته هدايات وركړل شوي.))
دا په داسې حال كې ده چې د سلما بند كار له تېرو څو كلونو راهيسې روان دى خو اوس ويل كيږي چې د ياد بند نور كار پاى ته رسېدلى او اوس يې د اوبو د ذخيره كولو چارې روانې دي.


