په نايجيريا کې د شعيه ګانو مذهبي مراسمو کې د پروني ځانمرګي بريد په پايله کې د وژل شويو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد.
د نايجيريا يو چارواکي محمد توري تر بريد وروسته وويل، د دوى مذهبي مراسم تر بريد لاندې راغلل، چې په پايله كې يې ۲۱ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
نوموړي ويلي، چې دا ډول بريدونه به د دوى مبارزه ټکنۍ نه کړي. په نايجيريا کې د شعيه ګانو مذهبي مراسمو کې د پروني ځانمرګي بريد په پايله کې د وژل شويو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد.
د نايجيريا يو چارواکي محمد توري تر بريد وروسته وويل، د دوى مذهبي مراسم تر بريد لاندې راغلل، چې په پايله كې يې ۲۱ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
نوموړي ويلي، چې دا ډول بريدونه به د دوى مبارزه ټکنۍ نه کړي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى، خو تر دې وړاندې بوکو حرام وسله والې ډلې د دا ډول بريدونو پړه منلې ده.


