ads

د كمال بند به په كال كې ۱۵۰ هكټاره ځمكه خړوبه او ۹ ميګاواټه برېښنا توليد كړي

د نيمروز چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د كمال بند د كار په بشپړيدو سره به چې اوس يې د دوه برخو كال پاى ته رسېدلى په اقتصادي برخه كې يو ښه ګام اوچت شي.د نيمروز والي انجنير محمدسميع چې نن يې په كابل كې له يو شمېر نورو واليانو سره په يوه ګډه […]

نویسنده: TKG
7 لیندۍ 1394
د كمال بند به په كال كې ۱۵۰ هكټاره ځمكه خړوبه او ۹ ميګاواټه برېښنا توليد كړي

د نيمروز چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د كمال بند د كار په بشپړيدو سره به چې اوس يې د دوه برخو كال پاى ته رسېدلى په اقتصادي برخه كې يو ښه ګام اوچت شي.
د نيمروز والي انجنير محمدسميع چې نن يې په كابل كې له يو شمېر نورو واليانو سره په يوه ګډه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، د كمال خان د بند د دوه برخو كار پاى ته رسېدلى او د درېيمې برخې كار يې هم پيليږي. د نيمروز چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د كمال بند د كار په بشپړيدو سره به چې اوس يې د دوه برخو كال پاى ته رسېدلى په اقتصادي برخه كې يو ښه ګام اوچت شي.
د نيمروز والي انجنير محمدسميع چې نن يې په كابل كې له يو شمېر نورو واليانو سره په يوه ګډه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، د كمال خان د بند د دوه برخو كار پاى ته رسېدلى او د درېيمې برخې كار يې هم پيليږي.
د انجنير محمدسميع په خبره د دغه بند د كار په بشپړېدو سره به ياد بند نهه ميګاواټه برېښنا توليد او 150 هكتاره ځمكه به خړوبه كړي: (( موږ د دغه بند دريم فاز ته داخلېږو، زه بايد د دغه بند په اړه ووايم چې كه جوړ شي ۱۵۰ هكټاره كرنيزه ځمكه به اوبه كوي، ۹ ميګاواټه بريښنا به توليدوي او د كار موندنې په برخه كې به يې خلكو ته خورا ګټه ورسېږي.))
د نيمروز والي په داسې حال كې د نهه ميګاواټه برېښنا ته هيله مندي ښيي چې اوسمهال افغانستان د برېښنا په برخه كې ډيرې ستونزې لري او تر ډيره بريده خپلې اړتياوې په وارداتي برېښنا پوره كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA