د امريکا کلوراډو ايالت د کورني پلان جوړونې مرکز کې د ډزو له كبله درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، يو وسله وال کس دغه مرکز ته تر داخلېدو وروسته بريد کړى او ترڅو ساعته نښتې وروسته د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
پوليسو تر اوسه د بريد د انګېزې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده، چې يو وسله وال کس په ياد مرکز کې د پنځو ساعتونو لپاره يو شمېر خلک يرغمل کړي وو. د امريکا کلوراډو ايالت د کورني پلان جوړونې مرکز کې د ډزو له كبله درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، يو وسله وال کس دغه مرکز ته تر داخلېدو وروسته بريد کړى او ترڅو ساعته نښتې وروسته د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
پوليسو تر اوسه د بريد د انګېزې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده، چې يو وسله وال کس په ياد مرکز کې د پنځو ساعتونو لپاره يو شمېر خلک يرغمل کړي وو.
د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې د پېښې په اړه شېبه په شېبه جمهور رئيس باراک اوباما ته معلومات ورکول کېدل او نوموړي په يادې پېښې خواشيني ښودلې ده.
دغه بريد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې وړمه ورځ د يو سپين پوستي لخوا د يو تور پوستي امريکايي تر وژلو وروسته په يو شمېر ښارونو کې له قهره ډک لاريونونه روان دي.


