د پاکستان د ښار جوړونې وزیر اکرم خان دُراني د موټر پر کاروان برید شوی؛ خو هغه ترې روغ وتلی دی.
د پاکستاني رسنیو په حواله د دراني د موټرو پر کاروان پرون ناوخته د خیبرپښتونخوا (بنو) سیمه کې چاودنه وشوه.
راپورونه وايي، چاودنه کې دراني ته زیان نه دی اوښتی؛ خو د یو امبولانس چلوونکی او یو بل تن وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي. د پاکستان د ښار جوړونې وزیر اکرم خان دُراني د موټر پر کاروان برید شوی؛ خو هغه ترې روغ وتلی دی.
د پاکستاني رسنیو په حواله د دراني د موټرو پر کاروان پرون ناوخته د خیبرپښتونخوا (بنو) سیمه کې چاودنه وشوه.
راپورونه وايي، چاودنه کې دراني ته زیان نه دی اوښتی؛ خو د یو امبولانس چلوونکی او یو بل تن وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.
د پوليسو په وېنا د اکرم خان دراني کاروان د (بکاخېل) سیمې نه بنو ته بېرته په لار و چې په (نرمي خېل) نومې ځای کې پرې د ريموټ کنټرول د لارې بمي چاودنه شوې ده .
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر اکرم خان دُراني د شوې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.


