پاکستاني رسنۍ وايي، چې امنيتي ځواکونو په پنجاب ايالت کې د لشکر جنګوي ډلې يو مهم غړى هارون بټي له خپلو درېيو ملګرو سره وژلى دى. ويل کېږي، نوموړى هغه مهال ووژل شو، چې پوليسو غوښتل هغه د لاهور په بادامي باغ سيمه کې ژوندى ونيسي، خو ملګرو يې له پوليسو سره جګړه پيل کړه.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې امنيتي ځواکونو په پنجاب ايالت کې د لشکر جنګوي ډلې يو مهم غړى هارون بټي له خپلو درېيو ملګرو سره وژلى دى.
ويل کېږي، نوموړى هغه مهال ووژل شو، چې پوليسو غوښتل هغه د لاهور په بادامي باغ سيمه کې ژوندى ونيسي، خو ملګرو يې له پوليسو سره جګړه پيل کړه.
امنيتي سرچينو ويلي، په نښته کې پر هارون بټي سربېره عمير نديم، عمير حسين او نعمان ياسين هم وژل شوي دي.
لشکر جنګوي ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


