په کندهار ښار کې د ښځو له خوا د لاسي صنايعو يوه لويه مغازه پرانيستل شوه. په دې مغازه كې به يوازې ښځې كار كوي او د کندهاريو ښځو په لاس جوړ شوي توکي به پلوري.
په کندهار ښار کې د ښځو له خوا د لاسي صنايعو يوه لويه مغازه پرانيستل شوه.
په دې مغازه كې به يوازې ښځې كار كوي او د کندهاريو ښځو په لاس جوړ شوي توکي به پلوري.
د ښځو له خوا دغه لويه مغازه د کندهارۍ خزانې يوه څانګه ده. کندهارۍ خزانه هغه شرکت دی، چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې د لاسي صنايعو په برخه کي فعاليت کوي او ۵۰۰ ښځينه کار كوونكې لري.
د دغه شرکت مسووله رنګينه وایي، چې دوی تېر کال د کندهار ښار په عينو مېنه کې دې ته ورته یوه لويه مغازه د خپل شرکت د تولیداتو لپاره فعاله کړه.
رنګينه زياتوي، چې په دغه لوی دوکان کې به ټول هغه په لاس جوړ شوي شيان پلورل كېږي، چې د کندهارۍ خزانې ښځینه کار کوونکې یې په کورونو کې جوړوي.
د هغې په وينا، په دې دوكان كې به يوازې ښځې كار كوي.
دغه دوكان ته راغلو ښځو وویل، چې د کندهار ولایت لپاره دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.
دوی وایي، تر دې مخکې د ښځو د لاسي صنايعو لپاره د خرڅلاو خاص مرکز موجود نه و.
په کندهار کې ډېرې ښځې په خپلو کورونو کې کار کوي، خامکي غاړې، رخچيني، ښځينه کالي، څادرونه، لاسي بکسونه او ځينې نور سينګار توکي جوړوي، خو د دوی لوی شکايت دا دی، چې د خپلو لاسي صنايعو لپاره بازار نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


