ads

كاناډا له داعش سره د مبارزې په برخه کې پر خپل نظامي رول له سره غور کوي

کاناډا وايي، چې د داعش په ضد د خپلې پيل کړې مبارزې پر چارې له سره غور کوي او نوې پرېکړه به وکړي. د کاناډا لومړي وزير جاسټين تروډو د بريتانيا پايتخت لندن ته د سفر په مهال ويلي، چې هېواد يې له داعش سره د مبارزې په برخه کې پر خپل نظامي رول له […]

نویسنده: TKG
5 لیندۍ 1394
كاناډا له داعش سره د مبارزې په برخه کې پر خپل نظامي رول له سره غور کوي

کاناډا وايي، چې د داعش په ضد د خپلې پيل کړې مبارزې پر چارې له سره غور کوي او نوې پرېکړه به وکړي. د کاناډا لومړي وزير جاسټين تروډو د بريتانيا پايتخت لندن ته د سفر په مهال ويلي، چې هېواد يې له داعش سره د مبارزې په برخه کې پر خپل نظامي رول له سره غور کوي.

کاناډا وايي، چې د داعش په ضد د خپلې پيل کړې مبارزې پر چارې له سره غور کوي او نوې پرېکړه به وکړي.

د کاناډا لومړي وزير جاسټين تروډو د بريتانيا پايتخت لندن ته د سفر په مهال ويلي، چې هېواد يې له داعش سره د مبارزې په برخه کې پر خپل نظامي رول له سره غور کوي.

تروډو وړاندې ژمنه کړې وه، چې ۶ نظامي جېټ الوتکې به په عراق او سوريه کې د داعش ضد جګړه کې وکاروي.

هغه په لندن کې د خبريالانو يوې ډلې ته وويل، چې د جنګ په اړه تګلاره او د نظامي مداخلې په اړه به تغيرات رامنځته کړي او دغه چاره به د خپلو متحدانو په مشوره ترسره کوي.

له هغه وخته، چې لومړي وزير جاسټين تروډو پرېکړه وکړه، چې د کاناډا شپږ جېټ الوتکې به د داعش ضد جګړه کې برخه اخلي، د دغو (اف ۱۸) الوتکو په مرسته لږ تر لږه ۱۶ بريدونه شوي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA