د پاريس تر بريدونو وروسته د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره د داعش په وړاندې د ګډې مبارزې په هدف کتلي دي.
فرانسې ويلي، چې په عراق او سوريې کې به د داعش په وړاندې خپلو بريدونو ته دوام وركړي، خو ځمكني ځواكونه به وانستوي.
د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند په سپينه ماڼۍ کې له بارک اوباما سره د داعش په ضد پر مبارزې خبرې کړې دي. د پاريس تر بريدونو وروسته د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره د داعش په وړاندې د ګډې مبارزې په هدف کتلي دي.
فرانسې ويلي، چې په عراق او سوريې کې به د داعش په وړاندې خپلو بريدونو ته دوام وركړي، خو ځمكني ځواكونه به وانستوي.
د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند په سپينه ماڼۍ کې له بارک اوباما سره د داعش په ضد پر مبارزې خبرې کړې دي.
بارک اوباما ويلي، چې په منځني ختيځ کې د داعش په له منځه وړلو کې به له فرانسې سره په ګډه مبارزه کوي.
بلخوا د فرانسې جمهور رئيس ويلي، چې ترهګرۍ سره په مبارزه کې بايد ترکيه له سوريې سره خپله ګډه پوله وتړي.
فرانسوا اولاند زياته کړې، چې په دې برخه کې به د روسيې له جمهور رئيس ويلاديمير پوتين سره هم وويني.
دوه اونۍ وړاندې په پاريس کې خونړيو بريدونو او چاودنو کې ۱۲۹تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپيان شول.
د دغو بريدونو مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى و.


