ads

تونس كې د جمهوري رياست د ګارد پر موټر چاودنه، ۱۲ مړه، ۲۰ ټپيان

په افريقايي هېواد تونس کې د جمهور رياست د  ګارد پر بس موټر بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.د تونس جمهور رئيس تر پېښې وروسته په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړى دى.رپوټونه وايي، بريد پرون د دغه هېواد په مرکزي برخه کې شوى […]

نویسنده: TKG
4 لیندۍ 1394
تونس كې د جمهوري رياست د ګارد پر موټر چاودنه، ۱۲ مړه، ۲۰ ټپيان

په افريقايي هېواد تونس کې د جمهور رياست د  ګارد پر بس موټر بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
د تونس جمهور رئيس تر پېښې وروسته په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړى دى.
رپوټونه وايي، بريد پرون د دغه هېواد په مرکزي برخه کې شوى دى. په افريقايي هېواد تونس کې د جمهور رياست د  ګارد پر بس موټر بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
د تونس جمهور رئيس تر پېښې وروسته په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړى دى.
رپوټونه وايي، بريد پرون د دغه هېواد په مرکزي برخه کې شوى دى.
تر بمي چاودنې وروسته جمهور رئيس باچي قاعد السبسي سويس ته خپل سفر لغوه کړى، په هېواد کې يې د دېرشو ورځو لپاره بېړنى حالت اعلان کړى او تر څنګ يې د تونس پايتخت كې د شپې لخوا ګرځبنديز لګولى دى.
تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA