د ننګرهار د ټرانسپورټ ریاست چارواکي وايي، تورخم سرحدي ښآرګوټي کې يې د مساپرو د ستونزو د حل په موخه د یو معیاري ټرمينل جوړولو چارې پيل کړې دي.
دوی وايي دغه ټرمينل د ټرانسپورټ وزارت د پنځه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت رغول کیږي.
د ننګرهار د ځمکني ټرانسپورټ رئیس ډاکټر محمد ایوب شرافت کلید ته وویل، ټرانسپورټ وزارت غواړي په تورخم کې د مساپرو لپاره د پنځه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت یو ټرمينل په اساسې ډول جوړ کړي. د ننګرهار د ټرانسپورټ ریاست چارواکي وايي، تورخم سرحدي ښآرګوټي کې يې د مساپرو د ستونزو د حل په موخه د یو معیاري ټرمينل جوړولو چارې پيل کړې دي.
دوی وايي دغه ټرمينل د ټرانسپورټ وزارت د پنځه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت رغول کیږي.
د ننګرهار د ځمکني ټرانسپورټ رئیس ډاکټر محمد ایوب شرافت کلید ته وویل، ټرانسپورټ وزارت غواړي په تورخم کې د مساپرو لپاره د پنځه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت یو ټرمينل په اساسې ډول جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، دغه ټرمينل د مساپرو د تګ راتګ په اوسنۍ ساحه او شاوخوا ۲۷ جریبه ځمکه کې رغول کیږي، چې د یاد وزارت د پرمختیایي بودیجې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي: (( په راتلونكي كې دا نورې سرمايې ته هم ضرورت لري ځكه نور ټرانسپورټي اړوند تاسيسات هم په كې جوړېږي، دا به چاردېوالي ولري، تمځايونه، مساجد، سايبانونه او نور ملحقات به ولري.))
د ټرانسپورټ ریاست چارواکو د معلوماتو له مخې د یاد ټرمينل تر جوړیدو وروسته پلان لري، چې یو سوداګریز ټرمينل هم په یاده سیمه کې ورغوي.
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لورې کلید ته په یو را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تورخم ښارګوټي کې د یو ټرمينل جوړیدو په موخه د ټرانسپورټ وزارت یو پلاوی دغه ولایت ته راغلی.
خبرپاڼه کې یادونه شوې، چې پلاوي د ننګرهار له والي سلیم کندوزي سره لیدلي او د دغه ښارګوټي د چارو پر مخ بیولو کې یې د مرستې غوښتنه ترې کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


