ads

امريكا: په پاكستان او افغانستان كې ترهګرې ډلې له خيريه فعاليتونو پيسې پيدا كوي

د امريکا د خزانې وزارت وايي، ځينې ترهګرې ډلې په پاکستان او افغانستان کې د ناقانونه او خيريه فعاليتونو له لارې مالي مرستې ترلاسه کوي او همدا يې د پيسو پيدا کولو سترې مالي سرچينې دي.د ياد وزارت دا رپوټ واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د مشر راحيل شريف له سفر وروسته خپور شوى […]

نویسنده: TKG
4 لیندۍ 1394
امريكا: په پاكستان او افغانستان كې ترهګرې ډلې له خيريه فعاليتونو پيسې پيدا كوي

د امريکا د خزانې وزارت وايي، ځينې ترهګرې ډلې په پاکستان او افغانستان کې د ناقانونه او خيريه فعاليتونو له لارې مالي مرستې ترلاسه کوي او همدا يې د پيسو پيدا کولو سترې مالي سرچينې دي.
د ياد وزارت دا رپوټ واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د مشر راحيل شريف له سفر وروسته خپور شوى دي.
امريکايي چارواکو له راحيل شريف سره د نورو مسايلو تر څنګ د ترهګرو د مالي مرستو پر بندولو او د مخنيوي پر لارو چارو يې هم خبرې کړې وې. د امريکا د خزانې وزارت وايي، ځينې ترهګرې ډلې په پاکستان او افغانستان کې د ناقانونه او خيريه فعاليتونو له لارې مالي مرستې ترلاسه کوي او همدا يې د پيسو پيدا کولو سترې مالي سرچينې دي.
د ياد وزارت دا رپوټ واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د مشر راحيل شريف له سفر وروسته خپور شوى دي.
امريکايي چارواکو له راحيل شريف سره د نورو مسايلو تر څنګ د ترهګرو د مالي مرستو پر بندولو او د مخنيوي پر لارو چارو يې هم خبرې کړې وې.
په رپوټ کې په خاص ډول د پاکستان د ترهګرې ډلې لشکر طيبه نوم اخيستل شوى دى، چې د فلاح انسانيت د خيريه بنسټ او نورو دا ډول ادارو له لارې په پاکستان کې دننه فعاليت کوي او مالي مرستې پيدا کوي.
رپوټ وايي، لشکر طيبه هغه ډله ياده شوې ده، چې په جنوبي اسيا کې د لوېديځ پر ګټو بريدونه کوي او بهرنيو تندلارو ته روزنې ورکوي، چې په لوېديځو هېوادونو کې ترهګريز بريدونه وکړي.
د دغې ډلې د پېسو ټولولو يوه لار دا ښودل شوې، چې له خلکو زکاتونه ټولوي او د لوى اختر په ورځو کې د قرباني شويو څارويو د پوستكو د ټولولو او خرڅولو له لارې هر کال سلګونه زره ډالر ترلاسه کوي.
په رپوټ کې د حقاني ترهګرې شبکې نوم هم اخيستل شوى او ويل شوي، چې دغه ډله په پاکستان او افغانستان قاچاق کوي، د پيسو لپاره خلک تښتوي او نور ناقانونه کاروبار کوي، چې خپل ترهګريز فعاليتونه روان وساتي.
حقاني او لشکر طيبه ډلو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دى څرګند کړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA