ads

كركټ بورډ رسنۍ په ستاينليكونو ونازولې

د كركټ بورډ ملي ادارې د شنبې په ورځ يو شمېر ملي او نړيوالې رسنۍ په ځانګړو مراسمو كې په ستاينليكونو ونازولې.د كركټ بورډ رئيس نسيم الله دانش په دې اړه جوړه شوې غونډه كې د سپورټي خبرونو په تېره د كركټ برخه كې د رسنيو پراخ انعكاس او فعاليت وستايه او په رسنيو يې […]

نویسنده: TKG
3 لیندۍ 1394

د كركټ بورډ ملي ادارې د شنبې په ورځ يو شمېر ملي او نړيوالې رسنۍ په ځانګړو مراسمو كې په ستاينليكونو ونازولې.
د كركټ بورډ رئيس نسيم الله دانش په دې اړه جوړه شوې غونډه كې د سپورټي خبرونو په تېره د كركټ برخه كې د رسنيو پراخ انعكاس او فعاليت وستايه او په رسنيو يې غږ وكړ چې له دې وروسته هم خپلې همكارۍ ورسره جاري وساتي. د كركټ بورډ ملي ادارې د شنبې په ورځ يو شمېر ملي او نړيوالې رسنۍ په ځانګړو مراسمو كې په ستاينليكونو ونازولې.
د كركټ بورډ رئيس نسيم الله دانش په دې اړه جوړه شوې غونډه كې د سپورټي خبرونو په تېره د كركټ برخه كې د رسنيو پراخ انعكاس او فعاليت وستايه او په رسنيو يې غږ وكړ چې له دې وروسته هم خپلې همكارۍ ورسره جاري وساتي.
كركټ بورډ د نورو رسنيو تر څنګ كليد ګروپ هم په ستاينليك ونازه او د كركټ په برخه كې يې د كليد راډيوګانو فعاليتونه نه هېرېدونكي وبلل.
د كليد ګروپ په نمايندګۍ دغه ستاينليك د كابل كليد راډيو مسوول مدير عبدالغيور وزيري ته ډالۍ شو.
دانش په دې غونډه كې زياته كړه، كركټ بورډ به په نږدې راتلونكي كې د نجونو د كركټ لوبډله هم تشكيل كړي چې اسلامي او افغاني ارزښتونه به يې له تشكيل سره سم په پام كې نيول كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA