ads

د امنيتي ارگانونو مشران: هېڅوك خپلسرې ملېشې نه شي ساتلى

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي یو ځل بیا په هیواد کې له ملیشې جوړولو سره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل، حاضر دى تر څو ملیشه ځواکونه په امنیتي ادارو کې د سربازانو په صفت وګماري، خو د جلا فعاليت جواز به ونه لري.د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د تجهیزاتو له کمي سره- […]

نویسنده: TKG
3 لیندۍ 1394
د  امنيتي ارگانونو مشران: هېڅوك خپلسرې ملېشې نه شي ساتلى

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي یو ځل بیا په هیواد کې له ملیشې جوړولو سره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل، حاضر دى تر څو ملیشه ځواکونه په امنیتي ادارو کې د سربازانو په صفت وګماري، خو د جلا فعاليت جواز به ونه لري.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د تجهیزاتو له کمي سره- سره امنیتي ځواکونه په میړانه له خپل هیواد څخه دفاع کوي.
علومي زياته كړه، د هیواد دښمنان نه غواړي،چې افغانان په خپلو كې يو موټى وي، خو په خبره يې ملي وحدت حكومت د ډاډمن امنيت ټينګولو ته ژمن دى د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي یو ځل بیا په هیواد کې له ملیشې جوړولو سره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل، حاضر دى تر څو ملیشه ځواکونه په امنیتي ادارو کې د سربازانو په صفت وګماري، خو د جلا فعاليت جواز به ونه لري.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د تجهیزاتو له کمي سره- سره امنیتي ځواکونه په میړانه له خپل هیواد څخه دفاع کوي.
علومي زياته كړه، د هیواد دښمنان نه غواړي،چې افغانان په خپلو كې يو موټى وي، خو په خبره يې ملي وحدت حكومت د ډاډمن امنيت ټينګولو ته ژمن دى : (( هغه خلك چې زموږ ځوانان جګړې او وينې تويولو ته كشوي، د هغوى پر وړاندې به زموږ قواوې په جديت دفاع كوي او  سرنګون به يې كړي، موږ يوازې ملي اردو، ملي پوليس او هغه نور ارګانونه چې د داخله وزارت په چوكاټ كې دي او د افغانستان ملي امنيت په رسميت پېژنو، له دې ايسته هر ډول قواوې چې د ملېشې په نوم وي يا په خلكو  او  افرادو پورې تړاو ولري، دوى ته په هېڅ صورت دولت او قانون اجازه نه وركوي.))    
د علومي په خبره په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو او ولسونو د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او په خبره یی له ۴ سوو زیات داعش وسله وال یې له  منځه وړي دي.
په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي رئیس رحمت الله نبیل په دغه خبري کنفرانس کې وویل، اوسني وضیعت د رغښت لپاره ډېرې قربانۍ وركړل شوي او لاسته راوړنې يې په اسانۍ نه دي ترلاسه شوي.
د ده په خبره امنیتي ځواکونه مرستې او انګیزې ته اړتیا لري، نو له همدې كبله دې په امنیتي ځواکونو له بیځایه تورونو ډډه وشي او خلكو ته له خپلو امنیتي ادارو څخه ملاتړ پکار دی: ((اوسنۍ مرحلې كې چې نن موږ او تاسې قرار لرو، امنيتي ځواكونو د دې لپاره ډېر زيات شهادتونه او قربانۍ وركړي دي، دوى به له خپل وطنه په مستقلانه ډول دفاع وكړي.)) 
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم هم په دغه خبري کنفرانس کې وویل،چې په روان ۲۰۱۵ کال کې ټول امنیتي مسوولیتونه د افغان ځواکونو په مشرۍ مخته وړل كېږي، خو په وينا يې يو شمېر هېوادونه هم ارام ناست نه دي بلكې د  ځينې داخلي پلورل شويو اشخاصو په مرسته يې خپلې جګړې ته ادامه وركړې ده.
شهیم زیاته کړه، دا مهال په هلمند او ننګرهار کې د ملي ځواكونو عملیات روان دي چې ګڼې لاسته راوړنې له ځانه سره لري.
لوی درستیز دغه راز د خپلو امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړولو ډاډ هم ور کړ: (( هېره نه كړئ چې د سيمې هېوادونه، استخبارات او هغه كسان چې د افغانانو بدخواهان دي، ارام نه دي ناست،  د افغانستان په مختلفو برخو كې يې خپل عمليات سازمان كړي، د سيمې، نړيوالو تروريستانو د ځينې ځان پلورو اشخاصو په مرسته په افغانستان كې جنګ ته شدت وركړ، خو خوشبختانه چې د وطن رښتيني بچيانو ملي پوليسو او ملي اردو دغو خلكو ته اجازه او موقع ور نه كړه چې د افغان حكومت لاسته راوړنې نهې شي.))

د امنیتي ادارو چارواکي يادې څرګندونې په داسې حال کې کوي،چې په دا وروستیو کې د هیواد یو شمیر سیمو کې امنیتي حالت په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي او يو شمېر كړيو حكومت سره د ملاتړ په بهانه فشارونو ته زور وركړى چې ګواكې موږ د تروريستي فعاليتونو د ځپلو لپاره ملېشې جوړوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA