ads

خوست كې هېڅ مخابراتي شبكه، باكيفيته انټرنيټي خدمات نه لري

په خوست کې هم د نورو ولایتونو په څیر ټلیفوني شبکو د خپلو خدماتو په لړ کې د انټرنیټ سهولتونه برابر کړي خو خلک وایي، دا خدمتونه دومره حد ته كمزوري او بې كيفيته دي چې دوى يې په مرسته خپلې اړتياوې هېڅ نه شي پوره كولاى.لیکوال او ژورنالیست  مالي خان یعقوبی انټرنیټ د اوسني […]

نویسنده: TKG
3 لیندۍ 1394
خوست كې هېڅ مخابراتي شبكه، باكيفيته انټرنيټي خدمات نه لري

په خوست کې هم د نورو ولایتونو په څیر ټلیفوني شبکو د خپلو خدماتو په لړ کې د انټرنیټ سهولتونه برابر کړي خو خلک وایي، دا خدمتونه دومره حد ته كمزوري او بې كيفيته دي چې دوى يې په مرسته خپلې اړتياوې هېڅ نه شي پوره كولاى.
لیکوال او ژورنالیست  مالي خان یعقوبی انټرنیټ د اوسني عصر یوه مهمه اړتیا بولي خو زیاتوي چې په خوست کې د خلکو دغه عصري اړتيا د کمزوري انټرنیټ له امله نه پوره کیږي.
نوموړی زیاتوي:  ((  کله چې  د یوې ویپاڼې او یا یوې صفحې د خلاصولو لپاره انټرنیټ ته مراجعه کوم نو باور وکړه چې ساعتونه ساعتونه انتظار باسم او خپل وخت مې په همدې کې تیر شي.)) په خوست کې هم د نورو ولایتونو په څیر ټلیفوني شبکو د خپلو خدماتو په لړ کې د انټرنیټ سهولتونه برابر کړي خو خلک وایي، دا خدمتونه دومره حد ته كمزوري او بې كيفيته دي چې دوى يې په مرسته خپلې اړتياوې هېڅ نه شي پوره كولاى.
لیکوال او ژورنالیست  مالي خان یعقوبی انټرنیټ د اوسني عصر یوه مهمه اړتیا بولي خو زیاتوي چې په خوست کې د خلکو دغه عصري اړتيا د کمزوري انټرنیټ له امله نه پوره کیږي.
نوموړی زیاتوي:  ((  کله چې  د یوې ویپاڼې او یا یوې صفحې د خلاصولو لپاره انټرنیټ ته مراجعه کوم نو باور وکړه چې ساعتونه ساعتونه انتظار باسم او خپل وخت مې په همدې کې تیر شي.))
هغه ددې ترڅنګ دانټرنیټ دبیو له لوړیدو هم سر ټکوي: (( لکه څه ډول چې دهیواد په نورو سیمو یا خپله مرکز کابل کې د انټرنیټ بیې دي همغه پیسې دلته هم اخلي خو سرعت یې له هغې ډیر کم دی.))
بیت الله رسا د اقتصاد پوهنځي محصل دی. هغه هم وایي چې د خصوصي مخابراتي شبکو له لوري د انټرنیټ خدمات په هغه ډول نه دي لکه څه ډول یې چې له رسنیو اعلانونه خپریږي: (( له رسنیو مې اوریدل چې 3G  او داسې نور پیاوړي خدمات وړاندې کیږي خو کله مې چې انټرنیټ فعال کړ اوس پیښمانه یم.))
رسا زياته كړه، له انټرنیټي مطالعې سره ځانګړې مینه لري نو ځكه يې انټرنيټ فعال كړى مګر په وينا يې تر اوسه يې له دې اسانتيا هېڅ ګټه نه ده پورته كړې، بلكې خوشې يې له جيبه پيسې پرې تللې دي.
د خوست یو بل اوسیدونکی ساده حیدرخېل وایي چې نږدې دهرې شبکې انټرنیټ یې کارولی، خو په يوه شبكه كې هم انټرنيټي خدمات په هغه ډول نه وړاندې كېږي لكه څنګه يې چې اعلانونه كېږي.
دى وايي، په جيب كې يې ګڼ سيمكارتونه پراته دي او له اړې ورځې کله له یوه او کله هم له بل سیمکارت څخه ګټه پورته کوي: ((  روشن، افغان بیسیم، اریبا، او اتصلات ، دا ټول مې کارولي خو له یوه مې هم ښه ورځ نه ده لیدلې ځکه ډیر ضعیف انټرنيټ لري.))
هغه له دولت څخه غوښتنه کوي چې د ټلیفوني شبکو انټرنیټي خدماتو د چټکتیا په برخه کې دې اړین ګامونه پورته او مسوولین دې ورته متوجه کړي.
دغه راز د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسیدونکی بخت ولي وایي چې د ټلیفوني شبکو مسوولین په خپلو هغو وعدو  وفا نه کوي چې له خلکو سره یې کړي: (( که څه هم دخوست په مرکزي سیمو کې دانټرنیټ خدمات یو څه ښه دي خو په لرو پرتو سیمو کې خو په نشت حساب دي.))
خو بل لورته د خوست د مخابراتو رئيس ګل حبیب شاه  د انټرنیټ په برخه کې د خلکو شکایتونه پر ځای بولي او وایي چې مخابراتي شبکو خپل خدمات په هغه ډول نه دي وړاندې کړي لکه څنګه چې په کار وو
د ده په خبره هغه ظرفیت چې مخابراتي شبکې یې باید ولري په دوی کې نشته : (( متاسفانه د خلکو اړتیاو ته دوی سمه رسیده ګي نه ده کړې، د وړاندې کیدونكو خدماتو ظرفیت یې ټیټ دی او د خلکو تقاضاوې لوړې دي.))
ګل حبیب شاه دغه راز زیاتوي چې یادې ستونزې به په خوست کې د نوري فایبر په فعالیدو سره تر ډیره حل شي : ((خوست ته د نوري فایبر د انتقال چارې پخوا پیل شوي او اوس مهال  تر دوو یا دریو کیلو مترو پورې کار پاتې دی خو ان شاالله د نوري فایبر په فعالیدو سره به دا ستونزه حل شي او هم به د نورو شبکو خدمات چټک شي.))
د خوست د مخابراتو رئیس دغه راز زیاتوي چې د نوري فایبر په فعالیدو سره به نه یوازې د انټرنیټي خدماتو په برخه کې چټکتیا رامنځته شي بلکې د انټرنیټ په بیو کې به د پام وړ کمښت راشي.
د یادولو ده چې له دې وړاندې هم اړونده مسوولینو د انټرنیټي خدماتو د ښه والي ژمنې کړې وې خو دا چې دا ځل ژمنه به څنګه او کله پوره شي؟ دا پوښتنه به راتلونکی وخت ځواب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA