په باميانو كې يو افغاني الاصله المانى معمار مجتبى ميرزايي غواړي په دغه ولايت كې د كلاسيكې معمارۍ فن او سبك بيا له سره په خپلو شخصي هڅو راژوندى كړي.
دغه معمار وايي، په دې خاطر چې په باميانو كې د يونيسكو تاريخي نړيوال ميراثونه له منځه ولاړ نه شي، د ساتنې يوازنۍ لار يې د كلاسيكې معمارۍ په بيا احيا او ترويج كې ويني.
ميرزايي دمګړۍ په باميانو كې يوه وداني جوړه كړې چې د پخوانيو غلغله، ضحاك او چهل برج يكاولنګ ښارونو په كلاسيك سبك جوړه شوې ده او وايي، دا وداني ډېره كم مصرفه خو د طبيعي پېښو پر وړاندې خورا مقاومت لري. په باميانو كې يو افغاني الاصله المانى معمار مجتبى ميرزايي غواړي په دغه ولايت كې د كلاسيكې معمارۍ فن او سبك بيا له سره په خپلو شخصي هڅو راژوندى كړي.
دغه معمار وايي، په دې خاطر چې په باميانو كې د يونيسكو تاريخي نړيوال ميراثونه له منځه ولاړ نه شي، د ساتنې يوازنۍ لار يې د كلاسيكې معمارۍ په بيا احيا او ترويج كې ويني.
ميرزايي دمګړۍ په باميانو كې يوه وداني جوړه كړې چې د پخوانيو غلغله، ضحاك او چهل برج يكاولنګ ښارونو په كلاسيك سبك جوړه شوې ده او وايي، دا وداني ډېره كم مصرفه خو د طبيعي پېښو پر وړاندې خورا مقاومت لري.
ميرزايي د خپل دغه كار د علت په اړه وايي، غواړي د پخواني تعميراتي سبك په بيا راژوندي كولو د نړيوالو تاريخي ميراثونو اداره يونسكو كې د باميان نوم له ليسته هېڅكله ونه غورځول شي: (( زه د كلاسيكې معمارۍ د سبك بيا را ژوندي كول او ښاري انكشاف كې د باميانو لپاره يوه مهمه اړتيا بولم.))
د باميانو د تاريخي ودانيو ښكلا او سبك د باميانو ۱۸ سوه كاله پخواني تعميراتي سيستم پورې اړه لري.
كارپوهان، د بودا مجسمو شاوخوا ته د كوچنيو او سترو مغارو د رنګ و روغن طرز د لومړنيو نړيوالو تاريخي ميراثونو برخه ګڼي چې يوازې په باميانو كې يې نښې ليدل كېږي.
خو مجتبى ميرزايي بيا اوس وايي، دى له لبنياتو او د باميانو له اوسنۍ خاورې پنځوس قسمته ښكلي رنګونه جوړولى شي او د تعميراتو په جوړولو كې هېڅ بازاري رنګ ته اړتيا نه لري: (( هغه رنګونه چې د خاورې او لبنياتو نه جوړېږي، د بازاري رنګونو په نسبت د باد، باران او لمر په مقابل كې مقاومت لري، همدا راز دغه رنګونه د پخواني باميان له رنګونو سره ډېر مناسب راځي.))
د هرات يو فرهنګي خير الله حميدي هم وايي، د ودانيو دا ډول طرز تر ټولو كم خرچه دى او هېڅ سيخ و سيمنټو ته اړتيا نه په كې پيدا كېږي: ((كه دا سبك بيا راژوندى كړاى شي نو د باميانو سنتي څېره به خلكو ته وځلوي، دلته به د پخوانيو اثارو رونق لا زيات كړي او دا د باميانو لپاره يوه مهمه اړتيا ده.))
مجتبى ميرزايي په داسې حال كې د پخواني باميان د تعميراتي سبك په احيا پسې راپورته شوى چې د باميانو ۷ تاريخي آبدې په ۲۰۰۳ كال كې د يونسكو نړيوال سازمان لخوا ثبت شوې او اوس د باميانو پخوانى غلغله ښار، چهل برج يكاولنګ، ضحاك ښار، د بودا نړول شوې مجسمې او نور سلګونه قديمي اثار په نړۍ كې د معمارۍ شهكارونه بلل كېږي.
د دې ولايت د اطلاعات و فرهنګ ولايت مسوولين، په دې طرز د ودانيو جوړولو په برخه كې د مجتبى ميرزايي د هڅو ملاتړ كوي.
د باميانو د اطلاعات و فرهنګ رئيس كبير دادرس كليد ته په دې اړه وويل، په دغه ولايت كې د پخواني تعميراتي سبك بيا احيا كول به د باميانو سيلانيان خورا زيات كړي: ((دا كار نه يوازې دا چې د دې ولايت د تاريخي اثارو د بقاياو ساتنې ته لار اواروي، بلكې دلته به د سيلانيانو تګ راتګ هم زيات كړي.))
دا په داسې حال كې ده چې د باميانو د فرهنګي ماسټر پلان له مخې په دغه ښار كې د ودانيو لپاره د اوسني وخت تېز رنګونه منع اعلان شوي، دغه راز په دې وروستيو د ملګرو ملتونو فرهنګي، علمي او روزنيز سازمان يونسكو هم د باميانو ولايتي ادارې ته خبردارى وركړى و چې په هر ډول وي د باميانو د فرهنګي څېرې د تخريب مخه دې ونيسي.


