په بروكسل كې د پاريس په څېر د حملو د مخنيوي له وېرې پلټونكو عملياتو كې ۱۶ كسان نيول شوي او يو ټپي شوى دى.
پوليس په دغو عملياتو كې د پاريس له بريد وروسته د پټ شوي ترهګر صلاح عبدالسلام په نيولو كې پاتې راغلي خو د شپې تر ناوخته يې عمليات روان وو.
پوليسو په دغو عملياتو كې د چارلي روى سيمې ۳ كورونه او په مولن بيك كې د ۱۹ شكمنو كورونو تالاشي كړي دي، په دې ترڅ كې پوليسو پر يو موټر ډزې هم كړي چې يو كس په كې ټپي شوى دى.

په ټول بلجيم كې نن هم امنييتي كلك اقدامات اخستل شوي او د ښوونځيو، پوهنتونونو، تر څنګ به ميټرو يا تر ځمكې لاندې د ټرين سرويس به هم بند وي.
د بلجيم صدراعظم چارلس مايكل وايي، كټ مټ د پاريس د بريدونو خطر په دغه هېواد كې هم شته، ځكه يې نو د امنيتي اقداماتو كټګورۍ له دريو څلورو ته زياتې كړې دي.
د پاريس له بريدونو وروسته نه يوازې په اروپا كې امنيتي اقدامات سخت كړاى شوي بلكې په امريكا كې هم ورته ګامونه پورته شوي.
ويل كېږي د پاريس د بريدونو په ترڅ كې د فوټبال لوبغالي مخې ته ځانمرګى بريدګر د اكتوبر په درېيمه د يونان له لارې اروپا ته ننوتى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ