ads

پاكستان نه د خوست چرګان هم نه دي خوندي

په خوست كې د چرګانو د لسګونه فارمونو خاوندان د دې لپاره په كرنې رياست كې راټول شوي وو څو له خپلو پرمختګونو سره سره په ورپېښو ستونزو هم د دغه رياست چارواكي خبر كړي.دغه فارم لرونکي وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار ښه پرمختګ کړی خو شكايت يې دا و چې  […]

نویسنده: TKG
1 لیندۍ 1394
پاكستان نه د خوست چرګان هم نه دي خوندي

په خوست كې د چرګانو د لسګونه فارمونو خاوندان د دې لپاره په كرنې رياست كې راټول شوي وو څو له خپلو پرمختګونو سره سره په ورپېښو ستونزو هم د دغه رياست چارواكي خبر كړي.
دغه فارم لرونکي وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار ښه پرمختګ کړی خو شكايت يې دا و چې  سره له پرمختګ اوس هم په ستونزو کې ګیر پاتې دي. په خوست كې د چرګانو د لسګونه فارمونو خاوندان د دې لپاره په كرنې رياست كې راټول شوي وو څو له خپلو پرمختګونو سره سره په ورپېښو ستونزو هم د دغه رياست چارواكي خبر كړي.
دغه فارم لرونکي وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار ښه پرمختګ کړی خو شكايت يې دا و چې  سره له پرمختګ اوس هم په ستونزو کې ګیر پاتې دي.
د خوست د لکڼو سیمې اوسیدونکی هارداري وایي، د ده فارم او  په سيمه كې د چرګانو ګڼ نور فارمونه د مسلکي وترنرانو د نشتوالي له امله  هر کال په زرګونو چرګان له لاسه ورکوي: ((د تېر اوړي په موسم کې زما د چرګانو په دوو فارمونو باندې یو ډول ناروغي ولګیده، چې په پایله کې یې د یو فارم نه ۲۵۰۰ چرګان مړه شول او ۵۰۰ په کې روغ پاتې شول او له بل فارم څخه چې ۲۸۰۰ چرګان مې په کې روزل ۱۵۰۰ مړه شول، پاتې نور مې ژوندي خرڅ كړل.))
هغه زياته كړه، د چرګانو د زياتې مړينې لامل يې دا و چې د خوست كرنې رياست ورسره د فارمونو د سمبالښت په برخه كې هېڅ مرسته نه ده كړې: (( دلته خو څوك مرسته نه راسره كوي، مګر مونږ چې کله ګاونډي هیواد ته په درو درملو پسې ځو او له هغې ځایه بیا رسیدګي کوو، نو ډېر ناوخت وتلی وي. زما غوښتنه دا ده، چې کرنې ریاست دې مونږ فارم لرونکو ته اسانتياوې رامنځته کړې چې وکولای شو په اسانۍ سره په خپلو فارمونو کې چرګان واکسین او ورته درو درمل ورکړو.))
دا په داسې حال كې ده چې په خوست کې څو میاشتې وړاندې د مستربال په نوم د چرګوړو د روزنې اتحادیې په فعالیت پیل وکړ.
د دغې اتحادیې مشر ډاکتر جلیل شاه وایي، د اتحادیې له جوړیدو وروسته یې د چرګانو د فارم لرونکو ستونزې له حکومتي ټیټ پوړو او لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړې دي.
نوموړی وايي،  ددغه ولایت فارم لرونکي هر وخت له دې امله زیان ویني، چې کله پاکستان کې کومو فارمونو ته ناروغۍ خپرې شي نو بیا یې پاکستاني سوداګر چرګان خوست ته راواړزي او په ټیټ قیمت یې په کلیو، بانډو او هوټلونو خرڅوي.
دی وایې، دا چاره له يوې خوا د خوست د فارم لرونكو كاروبار ته زيان اړوي، له بله پلوه د پاكستاني چرګانو ناروغۍ د دوى فارمونو ته هم سرايت كوي: ((مونږ خوست کې تقریبا ۳۵۰ فارمونه لرو چې تر ۳ زرو پورې کسان په کې په کار بوخت دي او تر ۶ سوه لكه افغانیو پورې پانګونه په کې شوې خو یو شي زموږ کاروبار ته زیان اړولی دی. هغه دا چې له پاکستان نه ناروغ چرګان یا چرګوړي دغه ولایت ته راځي او په ټیټه بيه دلته خرڅیږي، ورسره جوخت ناروغۍ د دې ځاى روغو چرګانو ته سرایت کوي، چې د بیلګې په ډول له ما څخه هم څو میاشتې وړاندې ۴۰۰ چرګان مړه شول او زما د تره زوی چې هغه هم د چرګانو فارم لري ۱۴ سوه چر ګان یې له منځه ولاړل.))
د خوست د کرنې ریاست مسوولین هم د دغه ولایت د فارم لرونکو یو شمېر ستونزې پرځای بولي خو په وينا يې د دغو ستونزو د حل په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
د خوست د کرنې ریاست د وترنرۍ برخې مسوول نقیب همدا خبره كوي او وايي، دوی اوس په خوست کې مسلکي درملتونه او مسلکي ډاکتران لري.
د نقيب په خبره د اصولو له مخې باید له پاکستانه راواردیدونکي چرګان د دوی د مسلکي کارکوونکو لخوا قرنطین شې، چې دا چاره تر اوسه نه ده ترسره شوې: ((ګاونډي هیواد زموږ هیواد ته داسې د چرګانو جینین رالیږي، چې هغه  نه د ناروغۍ پر وړاندې مقاومت کولای شي او نه غوښه اخلي.))
نقيب زياته كړه: ((خوست کې په رښتیا هم چرګانو ته په مختلفو موسمونه کې بیلابیلې ناروغۍ لګیږي علت یې دا دی چې پاكستانيان زموږ هیواد ته په قاچاقي او پرته د وترانرۍ د اصولو له مخې چرګان داخلوي، چې په دې کې ناروغ چرګان هم ډېر وخت شامل او مرض يې نورو چرګانو ته سرایت کوي.))
د خوست د چرګانو یو کاروباري انورالله وایي دوی واړه چرګوړي له پاکستان راوړي او د فابریکو مسوولین یې په ضمانت ورته رسوي خو کله چې د پاکستاني فارمونو چرګان ناروغ شې د دې پرځای چې په فارمونو کې یې له منځه یوسې افغانستان ته یې راوړي او دلته یې په کمه بیه خرڅوي.
دا هم باید یاده شي چې په خوست کې څو کاله وړاندې ۶۰۰ د چرګانو فارمونو فعالیت درلود خو اوس یې مسوولین وايي، د دولت د نه پاملرنې له امله د دغو فارمونو شمېر نيمايي راښكته شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA