ads

د غزني په پوستو كې پوليس له موټرو ناقانونه پيسې اخلي

د غزني د بار وړونكو او شخصي موټرو چلوونكي شكايت كوي چې پوليس ترې د لويو لارو پر سر غير قانوني پيسې اخلي چې دې كار يې حتى د موټرو پر كرايې او د صادراتي-وارادتي توكو پر قيمت هم منفي اغېز كړى دىد غزني ولایت له مرکز او ځینو ولسوالیو څخه یو شمیر ډرېورانو کلید […]

نویسنده: TKG
1 لیندۍ 1394
د غزني په پوستو كې پوليس له موټرو ناقانونه پيسې اخلي

د غزني د بار وړونكو او شخصي موټرو چلوونكي شكايت كوي چې پوليس ترې د لويو لارو پر سر غير قانوني پيسې اخلي چې دې كار يې حتى د موټرو پر كرايې او د صادراتي-وارادتي توكو پر قيمت هم منفي اغېز كړى دى
د غزني ولایت له مرکز او ځینو ولسوالیو څخه یو شمیر ډرېورانو کلید ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، د لارې په اوږدو کې د ټولو پرتو پوستو سرتیري ورڅخه پیسې اخلي او که یې ور نه كړي ورته د تلو اجازه نه ورکوي.
دوی وایي، دغه پولیس نه یوازې له بار وړونکو موټرو څخه بلکې له هغو موټرو څخه هم، چې قانوني اسناد نه لري او د کانتینري موټرو په نامه یادیږي پیسي اخلي او وروسته په ښار يا نورو سیمو کې د تګ را تګ اجازه ورکوي. د غزني د بار وړونكو او شخصي موټرو چلوونكي شكايت كوي چې پوليس ترې د لويو لارو پر سر غير قانوني پيسې اخلي چې دې كار يې حتى د موټرو پر كرايې او د صادراتي-وارادتي توكو پر قيمت هم منفي اغېز كړى دى
د غزني ولایت له مرکز او ځینو ولسوالیو څخه یو شمیر ډرېورانو کلید ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، د لارې په اوږدو کې د ټولو پرتو پوستو سرتیري ورڅخه پیسې اخلي او که یې ور نه كړي ورته د تلو اجازه نه ورکوي.
دوی وایي، دغه پولیس نه یوازې له بار وړونکو موټرو څخه بلکې له هغو موټرو څخه هم، چې قانوني اسناد نه لري او د کانتینري موټرو په نامه یادیږي پیسي اخلي او وروسته په ښار يا نورو سیمو کې د تګ را تګ اجازه ورکوي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکي راز محمد کلید ته وویل، د یادې ولسوالۍ اړوند د غزني ـ پکتیکا د لارې په اوږدو کې د ټولو پوستو سرتیري له موټرو څخه پیسې اخلي.
هغه وویل: ((له ارزو کلي څخه نیولې تر شرنې پورې د لارې په اوږدو کې هره پوسته له بار وړونکو موټرو، له کانټینري موټرو او هغو ټراكټورانو څخه پیسې اخلي، چې له اندړو څخه کچالو، غنم، پیاز او نور شیان غزني ته د خرڅولو لپاره وړي، له هغو ټکټرانو هم پیسي اخلي چې له شرنې څخه غزني ته لرګي یا نورشیان راوړي .))
د غزني ښار ته څیرمه د امیر محمد خان کلا  اوسیدونکى شفیع الله هم د کابل ـ کندهار د لارې پر سر د پولیسو د پرتې پوستې له سرتیرو سر ټکوي او وایي، د پیسو تر لاسه کولو لپاره چلوونکي ځوروي:((د موټر سایکل فروشۍ د مارکیټ مخامخ پوسته کې هره ورځ لسګونه بې اسناده او د پاکستان لاس موټر پولیس دروي، کلیانې یې اخلي او وایي چې دا بې اسناده موټر دي، خو چې پیسي ورکړي بیرته یې خوشي کوي.))
دى وايي، د غزني له ولسواليو څخه مركز ته د ليږدوونكو محصولاتو له كومو بار وړونكو موټرو چې پيسې اخستل كېږي، دې كار نېغ په نېغه د موټرو پر كرايې او د محصولاتو د بيو په لوړېدو پوره اغېز كړى دى: (( د دې ستونزې ټول زور ولسونو او كورنيو ته وځي.))
بلخوا د غزني امنيه قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم دا مني چې پولیس د لارو په اوږدو کې له موټرو څخه غیر قانوني پیسې اخلي، خو وایي، دغه چاره له پخوا څخه روانه ده او دی به یې هم په جدي توګه پر وړاندي اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، په دې تړاو یې د دندې په لومړۍ شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني په سیمه کي درې پولیس سرتیري له موټرو څخه د پیسو اخستلو پر مهال نیولي او عدلي ارګانونو ته يې هم ور پیژندلي دي.
امرخیل د پولیسو په لیکو کې د باج اخستونکو کسانو په پیژندګلوۍ او نیولو کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او په دې برخه کې یې له خلکو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه: (( په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده. اوس ټول مبایلونه لري، که د پولیسو لخوا له موټرچلوونکو څخه د پیسو اخستلو پر مهال عکسونه یا ویډیو واخستل شي، نو بیا موږ د هغه سند له مخې په آسانۍ سره کولای شو مفسد پولیس و پیژنو او مجازات یې کړو.))
نوموړي زیاته کړه، د پولیسو له لیکو څخه به ټول مفسده کسان تشخیص، له دندو ګوښه او عدلي ارګانونو ته به يې ور وپیژني.
باید وویل شي چې مخکې له دې هم د غزني ولایت اوسیدونکو د ولسوالیو د لارو په اوږدو او د ښار په منځ کې د پولیسو له لوري له موټر چلوونکو څخه په غیر قانوني توګه د پیسو له اخستلو شکایتونه در لودل.
خو پخوانیو امنیه قوماندانانو یې سره له دې چې د مخنیوي ژمني کړې وې، د دې ستونزې په ورکولو نه وو  توانېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA