ads

بنګله ديش دوه سياسي رهبران د جنګي جرمونو په تور اعدام كړل

د بنګله ديشي چارواكو او رسنيو له قوله د دغه هېواد د اپوزيسيون دوه رهبرانو احسن محمد مجاهد او قدير چوهدري نن د ډاكې په زندان كې اعدام شوي دي.احسن محمد مجاهد د جماعت اسلام مي بنګله ديش مشر او  صلاح الدين قدير چوهدري د بي اين پي رهبر و چې دواړه په ۱۹۷۱ كال […]

نویسنده: TKG
1 لیندۍ 1394
بنګله ديش دوه سياسي رهبران د جنګي جرمونو په تور اعدام كړل

د بنګله ديشي چارواكو او رسنيو له قوله د دغه هېواد د اپوزيسيون دوه رهبرانو احسن محمد مجاهد او قدير چوهدري نن د ډاكې په زندان كې اعدام شوي دي.
احسن محمد مجاهد د جماعت اسلام مي بنګله ديش مشر او  صلاح الدين قدير چوهدري د بي اين پي رهبر و چې دواړه په ۱۹۷۱ كال كې د جنګي جرمونو په پېښو كې مجرم ثابت شوي وو.

دغو دواړو رهبرانو ته په ۲۰۱۳ كال كې د مرګ سزا اورول شوې وه او د بنګله ديش جمهور رئيسې يې د بخښلو درخواستونه هم رد كړي وو.
د دواړو اعدام شويو رهبرانو وكيل حجت الاسلام هم د هغوى د اعدام پخلى كړى او ويلي يې دي د دواړو رهبرانو كورنۍ هم تر اعدام مخكې ورته راغوښتل شوې وې.
ويل كېږي بنګله ديشي پوځ د دواړو رهبرانو د اعدام له كبله د ممكنه تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر پراخ امنيتي اقدامات هم كړي او د ډاكې زندان شاو خوا ټول دوكانونه يې تړلي وو.
د يادونې وړ ده بنګله ديشي حكومت د اپوزيسيون ډلو اكثره رهبران په ۱۹۷۱ كې د جنګي جرمونو له كبله د مرګ په سزا محكوم كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA