د روسیی دفاع وزارت چارواکو تایید کړه، چې د خزر له سمندرګي څخه یې اتلس کروز توغندي په سوریه کې د داعش پر مرکزونو توغولي دي.
د روسیې د دفاع وزارت چارواکو ویلي، د دغه رهبري شویو کروز توغندیو توغولو په نتیجه کې يې د سوریې په دیر الزور ایالت کې لسګونه داعش وسله وال وژلي دي. د روسیی دفاع وزارت چارواکو تایید کړه، چې د خزر له سمندرګي څخه یې اتلس کروز توغندي په سوریه کې د داعش پر مرکزونو توغولي دي.
د روسیې د دفاع وزارت چارواکو ویلي، د دغه رهبري شویو کروز توغندیو توغولو په نتیجه کې يې د سوریې په دیر الزور ایالت کې لسګونه داعش وسله وال وژلي دي.
په همدې حال کې روسي چارواکو ویلي، چې په سوریه کې د هوایي بمبارۍ کې د برخه اخیستونکو جنګي الوتکو شمیر یی ۶۹ الوتکو ته رسولی دی.
د روسیې جمهور رئيس ویلادیمیر پوتین ویلي، چې د داعش تر بشپړې نابودۍ پورې به یې په سوریه کې عملیات روان وي.


