د لبنان د بیروت نړیوال هوایي ډګر چارواکو ویلي، پرون شپه یې له روسیی څخه داسې پیغام تر لاسه کړی، چې دغه هیواد په مدیترانې سمندرګي کې د دریو ورځو لپآره پوځي تمرینات تر سره کوي.
لبناني چارواکو بیا ویلي، د روسیی دغه هوایي او سمندري مانورۍ به د بیروت هوایي ډګر الوتنې له ستونزو سره مخامخ کړي او د لبنان د پاسه هوا کې به نورې الوتنې له ګواښ سره مخ شي. د لبنان د بیروت نړیوال هوایي ډګر چارواکو ویلي، پرون شپه یې له روسیی څخه داسې پیغام تر لاسه کړی، چې دغه هیواد په مدیترانې سمندرګي کې د دریو ورځو لپآره پوځي تمرینات تر سره کوي.
لبناني چارواکو بیا ویلي، د روسیی دغه هوایي او سمندري مانورۍ به د بیروت هوایي ډګر الوتنې له ستونزو سره مخامخ کړي او د لبنان د پاسه هوا کې به نورې الوتنې له ګواښ سره مخ شي.
لبناني چارواکو ویلي، له قبرس څخه یې د مؤقتي بدیل هوایي لارې غوښتنه کړې چې قبرسي چارواکو منلې ده.
روسي پوځي چارواکو په منځني ختیځ کې وروسته له هغې خپل حضور ته پراختیا ورکړې، چې څو میاشتې وړاندې د سوريې حکومت د داعش پر وړاندې مبارزه کې له روسيې د مرستې غوښتنه وکړه.


