ads

جګړه د نورو په اشاره توده ساتل شوې

له تېرو څو اوونیو راهیسې په زابل، فراه او هلمند ولايتونو کې د طالبانو د دوو جلاشویو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده. دا جګړه په داسې حال کې دوام لري چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي، سیاسي مبصرین او کارپوهان وايي چې د دغو جګړو تر شا د پاکستان او ایران لاسونه دي او […]

نویسنده: TKG
30 لړم 1394
جګړه د نورو په اشاره توده ساتل شوې

له تېرو څو اوونیو راهیسې په زابل، فراه او هلمند ولايتونو کې د طالبانو د دوو جلاشویو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده. دا جګړه په داسې حال کې دوام لري چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي، سیاسي مبصرین او کارپوهان وايي چې د دغو جګړو تر شا د پاکستان او ایران لاسونه دي او دوی د طالبانو له یوې او بلې ډلې ملاتړ کوي او جنګي امکانات په واک کې ورکوي. دا مسئله د هېواد په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي او امنیتي مسوولین هم تاییدوي. له تېرو څو اوونیو راهیسې په زابل، فراه او هلمند ولايتونو کې د طالبانو د دوو جلاشویو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده. دا جګړه په داسې حال کې دوام لري چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي، سیاسي مبصرین او کارپوهان وايي چې د دغو جګړو تر شا د پاکستان او ایران لاسونه دي او دوی د طالبانو له یوې او بلې ډلې ملاتړ کوي او جنګي امکانات په واک کې ورکوي. دا مسئله د هېواد په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي او امنیتي مسوولین هم تاییدوي.
د ولسي جرګې مرستيال محمد نذير احمدزي ویلي، دوی ته داسې راپورونو رسېدلي چې ښيي ايران د افغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي. احمدزی وايي، په ولسي جرګه کې يو شمېر وکيلانو ياده کړې ده چې ايران په مستقيمه توګه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او وسلې ورکوي. نوموړی د ايران دا کار غيرقانوني او د افغانستان په چارو کې څرګنده لاسوهنه بولي. احمدزی وايي، ايران بايد له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه چې د دوی دا ډول کړنې د دوو دولتونو تر منځ اړیکې خرابولی شي.

ولې ملاتړ؟
د هېواد په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي او د ولسي جرګې غړي وايي چې ايران د دې له پاره له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي چې په سیمه کې د داعش وسله والو د نفوذ مخه پرې ونیسي. چارواکي وايي چې ايران له طالبانو سره له پخوا راهیسې مرسته کړې، خو له کله چې په افغانستان کې د داعش ډله را پيدا شوې د ايران ملاتړ نورهم ډېر شوی دی. د ولسي جرګې یو شمېر غړي استدلال کوي چې په اوس وخت کې د جنوبي ولايتونو ډېرې ناامنۍ د ايران له خوا جوړې شوې دي او دا هېواد د خپلو ګټو له پاره افغانان قرباني کوي. په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي سمیع الله صمیم وايي، ډېر وخت کېږي چې ايران په غيرمستقيمه توګه د داعش پر وړاندې طالبان تمويلوي. هغه زياتوي:(( د طالبانو او داعش تر منځ چې څه وخت وړاندې په فراه ولايت کې جګړه وه، ټوله جګړه د ايران له لوري رهبري کېده، دوی يې ملاتړ کاوه او طالبانو ته يې وسلې او تجهيزات برابرول، دوی په دې ملاتړ سره غواړي خپل هدفونه پوره کړي.)) د فراه استازي صميم څرګنده کړې، دغه ولايت اوس د داعش ډلې په مرکز بدل شوی که او چېرې دولت يې په جدي توګه غم ونه خوري، له ډېرو ستونزو سره به مخ شي. د دې ترڅنګ د فراه امنیه قومندان مل پاسوال فضل محمد صمدیار هم تایید کړې چې که له وسله والو طالبانو سره د فراه په ولايت کې د ايران ملاتړ او تجهيز نه وي؛ نو يوه ورځ به هم له افغان ځواکونو سره د مبارزې او مقابلې توان ونه لري. هغه زياتوي: (( دا خبره اوس ټولو ته څرګنده شوې ده چې له طالبانو سره ايرانۍ وسلې دي او په جنوبي ولايتونو کې مېشت وسله وال طالبان د ايران له خوا اکمالېږي، د ايران دا مرستې له کلونو کلونو راهیسې دوام لري، خو په اوس وخت کې د داعش په راتلو سره نورې هم پسې ډېرې شوې دي.)) خو پاسوال صمدیار بیا د ولسي جرګې د غړي سميع الله صميم دا خبره ردوي چې ګواکې فراه دې د داعش په مرکز بدل شوی ولایت وي.
ویل کېږي چې د فراه تر څنګ نیمروز، هلمند او زابل هم هغه ولایتونه دي چې وسله وال طالبان او داعشیان په کې جګړه کوي.

له ډلو د هېوادونو ملاتړ
یو شمېر مبصرین او ولایتي چارواکي بیا ایران او پاکستان دواړه د طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو په دې توپیر چې د دوی په وینا یو هېواد د طالبانو د یوې ډلې او بل هېواد د طالبانو د بلې ډلې ملاتړ کوي. په دې وروستیو کې د ملامحمد رسول د ډلې یوه ویاند رسنيو ته ویلي وو چې د ایران سپاه پاسداران د ملااخترمحمد منصور له ډلې ملاتړ کوي. خو په مقابل کې يې د ملا اخترمحمد منصور ډلې بیا ویلي چې پاکستان د ملامحمد رسول له ډلې ملاتړ کوي او هغوی جوړه کړې ده. دا خبره د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده هم له کلید سره تایید کړې ده، مژده وايي: ((ملامحمد رسول، ملا رحماني او نور ملګري يې د چين اورمچي ته هم له دولت سره د خبرو له پاره د پاکستان په نظامي طياره کې تللي وو. دا ډله پاکستان جوړه کړې او د پاکستان د اهدافو له پاره کار کوي. د دوی ټول واک او اختيار د پاکستان په لاس کې دی.))
بلخوا د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان بیا ویلي چې د ملا اخترمحمد منصور ټوله ډله د ايران په وسلو او مهماتو چلېږي او ټول اکمالات يې له ايرانه کېږي. هغه زیاته کړې ده: ((په زابل کې خلکو په ښکاره ليدلي چې د طالبانو د ملا اخترمحمد منصور له جنګیالیو سره د ایران له لوري مرسته کېږي. دوی په دې ولایت کې ایرانۍ وسلې په ښکاره کاروي، په سيمه کې ښکاره ثبوتونه شته، خلکو ليدلي هغه ماينونه او وسلې چې د ملا اخترمحمد منصور ډله يې کاروي(ساخت ايران) پرې ليکل شوي دي.)) د زابل والي محمد اشرف ناصري په دې اړه رسنیو ته ویلي: پخوا فکر کېده چې طالبان یوازې د پاکستان له خوا تمويلیږي، خو اوس ايران هم ورسره ملګری شو؛ نو د تروریزم دا ملاتړي هېوادونه به خامخا د افغانانو له جدي غبرګون سره مخ کېږي.
دا ټکي چې ايران د داعش له وېرې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، په داسې حال کې راپورته کېږي چې په زابل ولایت کې د داعش یوې ډلې له اووه هزاره افغانانو سرونه پرې کړل چې د ولس له تند غبرګون سره مخ شول او پر ضد یې پراخ لاريونونه وشول.

ايراني فارسي
له بلې خوا د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمسیون رئيس زلمي زابلي په زابل او نورو جنوبي ولايتونو کې د طالبانو دوه دښمنې ډلې د یوې سکې دوه مخونه بللي دي. ښاغلي زابلي ویلي چې دا ټولې روانې چارې د سيمې د استخباراتو په ځانګړې توګه د پاکستان چل دی. زلمی زابلی هم تاييدوي چې په جنوبي ولايتونو کې د طالبانو ډلې د ايران له خوا اکمالېږي. ښاغلی زابلی وايي که ايران او پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي او افغان دولت هم زابل ته پاملرنه ونه کړي؛ نو دا ولايت به د مخالفينو په يوه لوی سنګر بدل شي او دولت ته به لوی سرخوږی جوړ کړي. هغه زياتوي: ((موږ ته د زابل د دای چوپان، خاک افغان، میزانې او ارغنداب خلک کيسه کوي چې د طالبانو په ډلو کې داسې خلک دي چې په سوچه ايراني فارسي خبرې کوي، ځکه چې طالبان بيا په ځانګړې توګه د جنوبي ولايتونو طالبان په فارسي خبرې نه کوي؛ نو دا خلک خامخا ايرانيان دي.))

نور جنګیالي
داسې خبرونه هم خپاره شوي دي چې ښيي په زابل ولایت کې له داعش جنګیالیو سره د ازبک جنګیالیو ډلې هم همکاري کوي. دا خبره د ملا اخترمحمد منصور د ډلې طالبانو يوه قومندان رويټرز خبري اژانس ته کړې ده. نوموړي ويلي چې په زابل ولایت کې د دوی پر وړاندې د ملا منصور دادالله ډله جنګېږي چې د ازبکانو يوه څلورسوه کسيزه ډله ورسره ده. ويل کېږي چې د ملا منصور دادالله ډله په داعش پورې اړه لري، خو دا خبره تر اوسه افغان دولت نه رد او نه هم تایید کړې ده.
دا چې څوک د چا په ګټه او د چا له خوا جنګول کېږي، د قضیې یو اړخ دی، خو افغان مبصرین ټینګار کوي چې حکومت باید پر پاکستان او ایران فشار راوړي چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي. په ورته وخت کې د افغانستان دفاع چارواکو هم له ایران او پاکستان څخه غوښتي دي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې دوی په زابل او ځينو نورو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات روان کړي دي، خو په خبره یې دوی کره ثبوت نه لري چې ايران دې په زابل ولایت کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکړې وي.
د خلکو بې کوري
راپورونه ښيي چې تر اوسه د زابل ولایت په جګړو کې ۱۳تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. همداراز ویل کېږي چې د طالبانو په خپلمنځي جګړو کې له دواړو لوریو شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپیان دي. د زابل ولایت یوه اوسېدونکي رسنیو ته ویلي چې له څو ورځو راهيسې د دې ولايت په ارغنداب، خاک افغان او ميزانه ولسواليو کې کله د طالبانو او دولت، کله د طالبانو د دوو ډلو تر منځ، کله د داعش او دولت او کله هم د طالب او داعش تر منځ جګړه وي. د سيمې اوسېدونکي د جګړو له کبله سخت په عذاب دي. د زابل ډېرې کورنۍ له یادو ولسواليو څخه د زابل مرکز او ځينې يې هم د کندهار ښار ته کډه شوې دي. راپورونه دي چې د دغو جګړو له کبله تر ۲۰۰ ډېرې کورنۍ له سیمې څخه وتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA