د پاکستان بلوچستان ايالت کې د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې، چې پرون بولان سيمه کې واوښته، د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې د جعفر اېكسپرېس اورګاډي پرونۍ پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي.
پوليسو ويلي، په ټپيانو کې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي. د پاکستان بلوچستان ايالت کې د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې، چې پرون بولان سيمه کې واوښته، د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې د جعفر اېكسپرېس اورګاډي پرونۍ پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي.
پوليسو ويلي، په ټپيانو کې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي.
ياد اورګاډى پرون سهار له بلوچستانه د پنجاب ايالت راولپنډۍ ښار ته روان و، چې د بريک شلېدلو له کبله له پټلۍ ووت.
پاکستاني روغتيايي چارواکي وايي، چې په ټپيانو کې د يو شمېر کسانو روغتيايي حالت نازک دى.


