په لندن كې د اقتصاد او سولې په نوم د يو نړيوال انسټيټيوټ تازه سروې وايي، د ۲۰۱۴ كال پر مهال په نړۍ كې د تروريستي پېښو له كبله د مړينو كچه ۸۰ فيصده لوړه شوې ده حال دا چې تر دې يو كال وړاندې دا ګراف ۶۱ فيصده لوړ و.
دغه راپور وايي، د تروريستي بريدونو له كبله دمګړۍ يوازې په افغانستان، عراق، سوريه، پاكستان او نايجريا كې ۷۸ فيصده مړينې رامنځته كېږي. په لندن كې د اقتصاد او سولې په نوم د يو نړيوال انسټيټيوټ تازه سروې وايي، د ۲۰۱۴ كال پر مهال په نړۍ كې د تروريستي پېښو له كبله د مړينو كچه ۸۰ فيصده لوړه شوې ده حال دا چې تر دې يو كال وړاندې دا ګراف ۶۱ فيصده لوړ و.
دغه راپور وايي، د تروريستي بريدونو له كبله دمګړۍ يوازې په افغانستان، عراق، سوريه، پاكستان او نايجريا كې ۷۸ فيصده مړينې رامنځته كېږي.
په دې ليست كې هم عراق او نايجريا تر ټولو وړاندې دي او وايي، تېر كال په عراق كې ۹ زره ۹۲۹ كسان د ترهګريزو بريدونو له كبله مړه شوي.
په دوهم نمبر نايجريا ده، د سرچينې په وينا دغه هېواد كې تېر كال د ترهګريزو بريدونو له كبله ۷ زره ۵۱۲ تنه وژل شوي.
د ګلوبل انډيكس ټيراريزم تر عنوان لاندې دغه ليكل شوى راپور د تېر ۲۰۱۴ كال په اړه په ۱۶۲ هېوادونو كې د ترهګريزو بريدونو، انساني او مالي تلفاتو د څېړنې په اړه جوړ شوى دى.
سرچينه وايي، په ۲۰۱۴ كال كې په ټوله نړۍ كې ۳۲ زره ۶۵۸ كسان د ترهګريزو بريدونو ښكار شوي چې په نړيواله كچه تر ۲۰۰۰ كال راهيسې تر ټولو لوړ ريكارډ دى، خو دا په داسې حال كې چې په ۲۰۱۳ كال كې په ټوله نړۍ كې له ترهګريزو بريدونو ۱۸ زره ۱۱۱ تنه وژل شوي وو.
راپور دغه راز زياتوي په نړۍ كې د ترهګريزو وژنو نيمايي پړه د بوكو حرام او داعش ډلې پر غاړه ده.
په ليست كې تر لومړنيو پنځو هېوادونو وروسته صوماليا، اوكراين، يمن، منځنۍ افريقا، جنوبي سوډان او كيمرون هغه هېوادونه دي چې په اړه يې ويل كېږي تېر كال په دغه هر هېواد كې له پنځو سوو زيات كسان وژل شوي.
راپور د ترهګريزو بريدونو زيات عاملين د مذهبي افراطيانو په پرتله، قوم پرسته، سياسي او نژادپرسته ډلې ګڼي او د ترهګريزو بريدونو له كبله اوښتي مالي زيانونه هم شاوخوا ۵۰ مليارده ډالر بولي.


