د خوست والي پوهنمل حكم خان حبيبي وايي، د دغه ولايت د شيخ زايد پوهنتون علمي پياوړتيا يې په كاري لومړيتوبونو كې ده او ډېر ژر به په كې د ۱۲ مليونه ډالرو په ارزښت پروژې بشپړې شي.
نوموړي په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې يوې غونډې ته د دوشنبې په ورځ وويل، دغه وعده يې په لومړيو كې هم خلكو ته وركړې وه او اوس هم پرې ولاړ دى: (( څنګه چې ما په خپله لومړۍ وینا کې ویلي وو چې پوهنتون زما د کاري برنامو په سر کې دی، نو زه خپلې خبرې ته ژمن یم او دپوهنتون دلابهبود په موخه به کارونه ترسره کوم.)) د خوست والي پوهنمل حكم خان حبيبي وايي، د دغه ولايت د شيخ زايد پوهنتون علمي پياوړتيا يې په كاري لومړيتوبونو كې ده او ډېر ژر به په كې د ۱۲ مليونه ډالرو په ارزښت پروژې بشپړې شي.
نوموړي په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې يوې غونډې ته د دوشنبې په ورځ وويل، دغه وعده يې په لومړيو كې هم خلكو ته وركړې وه او اوس هم پرې ولاړ دى: (( څنګه چې ما په خپله لومړۍ وینا کې ویلي وو چې پوهنتون زما د کاري برنامو په سر کې دی، نو زه خپلې خبرې ته ژمن یم او دپوهنتون دلابهبود په موخه به کارونه ترسره کوم.))
هغه زياته كړه: (( دهمدې هڅو په نتیجه کې مې له ۱۲ څخه تر ۱۵ ملیونو ډالرو پورې مرسته را جلب کړي او ان شاالله په نږدې راتلونکي کې به په شیخ زاید پوهنتون کې بیلابیلې پروژې ورباندې پلي شي.))
دده په خبره غواړي چې د پوهنتون محصلینو ته په هره برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته او د زده کړو یوه ښه فضا برابره کړي.
بلخوا د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي وایي، د یاد پوهنتون لپاره یې ټول ټال اووه پروژې په پلان کې نیولي: (( دغه پروژې د پوهنتون ترمیم، د پوهنتون تجهیز او نورې بنسټیزې پروژې هم په كې شته.))
نوموړی وایي، د یادو پروژو په پلي کیدو سره به د پوهنتون بڼه ښايسته او د زده کړو په کیفیت کې به هم د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.
كريمي زياتوي چې ۲۰۱۶ کال به دشیخ زاید پوهنتون لپاره دپرمختګ کال وي: (( زه امید لرم چې ۲۰۱۶ کال به دشیخ زاید پوهنتون لپاره د وړاندې تګ او انکشاف کال وي.))
د شیخ زاید پوهنتون لپاره له زراعت وزارت څخه ۷۰۰ جریبه ځمکه استملاک شوې ده چې له جملې څخه یې په ۱۲۵ جریبه ځمکه احاطه پوهنتون جوړ شوى دى.
د یاد پوهنتون لپاره زیاتره ودانۍ د عربي متحده اماراتو لخوا جوړې شوي چې په ۱۳۸۶ کال کې رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، خو ویل کیدل چې متحده عربي اماراتو له هغې وروسته له دغه پوهنتون سره خپلې مرستې ځکه بندې کړې چې ګواګې د یاد پوهنتون رغنیز کارونه په ټیټ کیفیت ترسره شوي.
مګر په دې وروستیو کې یوځل بیا متحده عربي اماراتو د جمهور رئيس اشرف غني په هڅو سره لیوالتیا ښودلې چې د شیخ زاید پوهنتون سره خپلې مرستې جاري وساتي.
خلک غوښتنه کوي چې نوې جوړیدونکې ودانۍ او نور ملحقات باید په لوړ کیفیت جوړ شي ترڅو یې بیا د ژر خرابیدو مخه نیول شوي وي.


