ads

د سرې میاشتې ملکیتونه، په کومه بیه؟

د سرې میاشتې افغاني ټولنه د یو خیریه ارګان په توګه د نورو مرستې ته دانګي، خو خپل ملکیتونه یې په ډېره کمه بیه په قرارداد ورکړي دي. د کلید موندنې ښیي چې د سرې میاشتې یو شمېر جایدادونه دومره په کم قیمت اجاره شوي چې د یوه ښه کور میاشتنۍ کرایه ترې زیاته ده.د […]

نویسنده: TKG
26 لړم 1394
د سرې میاشتې ملکیتونه، په کومه بیه؟

د سرې میاشتې افغاني ټولنه د یو خیریه ارګان په توګه د نورو مرستې ته دانګي، خو خپل ملکیتونه یې په ډېره کمه بیه په قرارداد ورکړي دي. د کلید موندنې ښیي چې د سرې میاشتې یو شمېر جایدادونه دومره په کم قیمت اجاره شوي چې د یوه ښه کور میاشتنۍ کرایه ترې زیاته ده.
د ټکټ یا لاټرۍ پروسه چې اوس بنده ده، سره میاشت یې خپله یوه عایداتي منبع ګڼي، خو زیاتوي، د ټکټ په پېر او پلور کې یې تاوان کړی او د ګټې پر ځای یې زیان اړولی دی.
که څه هم سره میاشت ادعا لري چې خپل ټول ملکیتونه یې د تدارکاتو د قانون له مخې ترسره کېږي، خو خو قیمت ته په کتو یې شفافیت تر پوښتنې لاندې راځي.

د سرې میاشتې افغاني ټولنه د یو خیریه ارګان په توګه د نورو مرستې ته دانګي، خو خپل ملکیتونه یې په ډېره کمه بیه په قرارداد ورکړي دي. د کلید موندنې ښیي چې د سرې میاشتې یو شمېر جایدادونه دومره په کم قیمت اجاره شوي چې د یوه ښه کور میاشتنۍ کرایه ترې زیاته ده.
د ټکټ یا لاټرۍ پروسه چې اوس بنده ده، سره میاشت یې خپله یوه عایداتي منبع ګڼي، خو زیاتوي، د ټکټ په پېر او پلور کې یې تاوان کړی او د ګټې پر ځای یې زیان اړولی دی.
که څه هم سره میاشت ادعا لري چې خپل ټول ملکیتونه یې د تدارکاتو د قانون له مخې ترسره کېږي، خو خو قیمت ته په کتو یې شفافیت تر پوښتنې لاندې راځي.
کلید د ټول هېواد په کچه د دې ادارې د ملکیتونو دوه قراردادونه چې په کابل کې یې ترسره کړي، تر څېړنې لاندې نیولي. د لواء بابه جان (شهرک ۱۲) جایداد چې ۸۷ جریبه ځمکه په بر کې نیسي او د کبیرخېل په نوم یوه شخص ته په اجاره ورکړل شوې، یو له دې قراردادونو دی چې ټوله ګټه یې قراردادي ته رسېږي.
سره میاشت ادعا کوي چې دا قرارداد یې هم په پوره شفافیت د تدارکاتو د قانون له مخې د ازادې سیالۍ له لارې ورکړی، خو کلید ته د لویې څارنوالۍ یوې سرچینې د خپل نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ویلي، دا قرارداد له اوسني شخص وړاندې له یوه بل شرکت سره شوی و چې وروسته بیا د سرې میاشتې ادارې را وګرځوه او یو واسطه لرونکي ته یې ورکړ.
سرچینه وایي، په دې اړه له دوی سره کره اسناد او د قضیې ټول مکتوبونه موجود وو، خو د فساد په وړاندې د مبارزې ادارې له دوی وغوښتل چې دا موضوع دوی څېړي او باید لویه څارنوالي خپل کارونه د دوی د معلوماتو له راجمع کولو وروسته ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي، د همدې مکتوب له لارې دوی خپل ټول اسناد او موارد د فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې ته وسپارل، خو د نږدې دوه کلونو له تېرېدو وروسته یې کوم څرک نه دی لګېدلی.سرچینه ادعا کوي چې د دوی تر لاسه شوي معلومات ښيي چې مخکني جمهور رئیس حامد کرزي په دې اړه ده ته له ډېرو واسطو وروسته امر کړی و چې دا قضیه حفظ شي.
د لويې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي په دې اړه د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره وخت وغوښت، خو وروسته یې له څه ویلو ډډه وکړه.
په همدې اړه مو پوره معلومات د فساد په وړاندې د مبارزې له عالي ادارې څخه وغوښتل، خو یوه سرچینه یې هم اماده نه شوه، څو په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي.
د همدې جایداد له قراردادي کبیرخېل سره مو خبرې وکړې او د شوي قرارداد په اړه مو ترې وپوښتل، خو نوموړي دا رد کړه چې ګنې دا قرارداد یې د یوې واسطې او یا هم فشار په وسیله تر لاسه کړی او یا هم فساد په کې شوی.
نوموړی که څه هم په دې اړه له ډېرو خبرو ډډه کوي، خو زیاتوي، قرارداد یې محرم دی او یوازې د سرې میاشتې د ملکیتونو امریت یې په اړه غږېدلی شي.
د سرې میاشتې ویاند میرام صداقت وایي، د ځمکي اجاره دار د قرارداد له مخې سرې میاشتې ته هره میاشت ۲۰ لکه افغانۍ ورکوي. دا ځمکه د کابل په اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري او قرارداد یې هم د درېيو کلونو لپاره ورکړل شوی چې د راتلونکي ۱۳۹۵ کال د مرغومي په میاشت کې پوره کېږي.
د کلید خبریال په همدې ۸۷ جریبه ځمکه کې د قراردادي له خوا جوړ شویو دوکانونو ته هم تللی او ټول یې لیدلي دي.
پر دې ځمکه اته سرایونه جوړ شوي چې ټول یې د موټر جوړونکیو دي او یا په کې د موټرو ډول ډول پرزه جات پلورل کېږي. په هر سرای کې نږدې سل دوکانونه شته چې د کانټینرونو په شکل جوړ شوي دي. همدا ډول د سرای په مخکې چې د عمومي سړک تر مخ پروت دی، نږدې دوه سوه نور دوکانونه جوړ شوي چې د ټولو دوکانونو شمېر یې له زرو اوړي.
په سیمه کې دوه دوکاندارانو عتیق الله او عبدالحفیظ د کلید خبریال سره په خبرو کې ویلي، دوی د هر دوکان په بدل کې ۵۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکوي. دوی وایي: ((لومړی مو کرایه کمه وه، خو وروسته زیاته شوه.))
اوس که د زرو دوکانونو میاشتنۍ کرایه په ۵زره افغانیو کې ضرب شي، ۵ میلیونه افغانۍ جوړوي چې د کال ټولې ۶۰ میلیونه افغانۍ کېږي، خو شرکت یوازې له دې پیسو سرې میاشتې ته ۲۴میلیونه افغانۍ ورکوي او پاتې ۳۶ میلیونه خپل جېب ته اچوي.
د همدې ځمکې ۹ جریبه بیا په یوه نوي قرارداد کې کبیرخېل ته ورکړل شوې. د سرې میاشتې ویاند میرام صداقت وايي، دا نهه جریبه ځمکه له ټول جایداد بېله شوې او په یوه جلا شکل د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوې ده.
دی زیاتوي: ((په لومړي یو کال کې د دې ځمکې په بدل کې هېڅ ډول پیسې شرکت سرې میاشتې ته نه ورکوي، خو وروسته له یوه کال هره میاشت ۲ سوه زره افغانۍ کرایه ورکوي.))
کبیرخېل چې دا قرارداد یې اخیستی وایي، په دې ځمکه د شمالي او شمال شرقي ولایتونو لپاره یو ټرمینل جوړوي چې ۱۲ لس کاله وروسته به یې له ځمکې سره یوځای د سرې میاشتې په واک کې ورکړي.
دا چې له دې نهه جریبه ځمکې به میاشتنۍ څومره پیسې نوموړی تر لاسه کوي، له وخته مخکې ده، خو کبیرخېل وایي،  له دې ترمینل به نږدې اویا ټرانسپورټي شرکتونه ګټه پورته کوي.
د سرې میاشتې یو بل قرارداد د تنویر په نوم له یوه شرکت سره د ۹ جریبه ځمکې دی چې د ۱۲ کلونو لپاره ورکړل شوی دی.
د تنویر شرکت د دې قرارداد په اړه معلومات نه وړاندې کوي او دا موضوع محرمه ګڼي، خو د سرې میاشتې ویاند میرام صداقت وایي، دا ځمکه هره میاشت د ۹۰زره افغانیو په بدل کې یاد شرکت ته په اجاره ورکړل شوې ده. ځمکه د کابل په افشارو کې موقعیت لري او په دې ځای کې د یوه واړه کور کرایه چې دوه بسوې ځمکه ولري د شاوخوا پنځلس زره افغانیو په قیمت ورکول کېږي، خو سرې میاشتې خپله ۹ جریبه ځمکه یوازې د میاشتې په ۹۰زره افغانیو ورکړې.
تنویر شرکت په همدې ځای کې څو لوی او وړې ودانۍ جوړې کړې او خپل سوداګریز کاروبار په کې مخته وړي. د قالینو جوړولو دا شرکت له دې ځایه ډېره ګټه پورته کوي، خو ځمکه یې په ډېره کمه بیه نیولې ده.
له تنویر شرکت سره دا قرارداد د ۱۳۸۹ لمریز کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه لاسلیک شوی او دولس کاله وخت لري.
د تفتیش عالي اداره وایي، دوی په دې اړه معلومات نه لري او نه هم غواړي په دې اړه څه ووايي. د دې ادارې مشر شریف شریفي بې له دې چې غږ یې ثبت شي وویل، تر اوسه یې په دې اړه کوم نظارت نه دی کړی او نه هم غواړي په غږیز ډول په مستند شکل څه ووایي.
ولسي جرګه وایي، دوی تر اوسه د سرې میاشتې د ملکیتونو په اړه کومه څېړنه نه ده ترسره کړې او که یې اړتیا شوه، حتماً به دا کار وکړي. د ولسي جرګې د مرکزي پلټنې د کمېسیون غړى محمد حسین فهیمي وایي، د افغانستان ټول جایدادونه له یوه ډول ورک برخلیک سره مخ دي او هر یو یې د لیلام په بیه ورکړل شوى. نوموړی زیاتوي، د فساد د کچې لوړوالی لامل شوی چې ورته ډېرې دوسیې له را سپړلو وړاندې حفظ شي. کلید ته د سرې میاشتې له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې دا ټولنه په ټول افغانستان کې نږدې یو زرو پنځه سوه جریبه ځمکه لري.
خو دا چې سره میاشت هر کال څومره عواید لري او له همدې عوایدو یې کلنی مصرف څومره دی، په اړه یې د سرې میاشتې ویاند میرام صداقت وایي: ((د سرې میاشتې کلني عواید له خپلو ملکیتونو څخه په ګټې اخیستنې پورې اړه لري. که موږ زیاته ګټه پورته کړو، زیاتې پیسې په لاس راوړو او که ګټه مو کمه وي، عاید مو هم کم وي. ځکه ځینې وختونه زموږ جایدادونه قراداد ته وړاندې وي، وخت اخلي.))
نوموړی زیاتوي، د عوایدو لګښت هم حالاتو او ستونزو ته په کتو ترسره کېږي او هغه پیسې چې سپما کېږي، د سرې میاشتې په خزانه کې یې جمع کوي، خو نوموړی په دې اړه څه نه وایي چې اوس مهال سره میاشت څومره بودجه لري.
ایثار؛ ګټه که تاوان؟
د سرې میاشتې د ټکټ یا لاټرۍ پروسه چې دا ټولنه یې خپله یوه عایداتي منبع ګڼي، تر اوسه یې د ګټې پر ځای یوازې مالي تاوان اړولی.
دا ټکټونه د مخابراتي شرکتونو له لارې هم پلورل کېږي چې بیه یې ۳۵ افغانۍ ده، خو دا ټولې پیسې نېغ په نېغه د سرې میاشتې اکاونټ ته نه ځي، بلکې یوازې ۲۰ افغانۍ یې د سرې میاشتې حساب ته او پاتې ۱۵ یې د مخابراتي شرکتونو او موبي ګروپ ترمنځ وېشل کېږي. مخابراتي شرکتونه د هر ټکټ په سر پنځه او طلوع ټلویزیون چې د موبي ګروپ یوه برخه ده، د هر ټکټ په سر لس افغانۍ اخلي.
سره میاشت اعتراف کوي چې د لاټرۍ پروګرام یې ناکامه پروسه وه او پر ځای د دې چې  د دوی د عایداتي منبع په توګه کار وکړي، مصرفي بڼه یې خپله کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ویاند میرام صداقت وایي، اوس د لاټرۍ پروګرام متوقف دی او دوی په یوه داسې میکانیزم کار کوي چې له مخې یې دا پروسه په یوې ښې عایداتي منبع بدله شي.
سره میاشت دا کره ارقام هم په لاس کې نه لري چې هره اونۍ، هره میاشت او هر کال د ایثار د ټکټونو د پلور له لارې څومره پیسې په لاس راوړي، خو یوازې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې له دې لارې ۷سوه زره امریکایي ډالر په لاس راوړي دي. د دې ټولنې ویاند په لاس کې د کره ارقامو د نشتون علت د ټکټونو د پلور په اندازې پورې محدود ګڼي او زیاتوي: ((که ټکټونه زیات وپلورل شي، پیسې زیاتې په لاس راځي، خو که پلور یې کم وي، پر عایداتو منفي تاثیر لري.))
اوس مهال د ایثار یا ۱۳۱۳ شمېرې له لارې تر لاسه کېدونکي پیسې یوازې د زړه د سوري لرونکو ناروغانو په درملنه مصرفېږي، خو له دې پرته د یو شمېر بهرنیو هېوادونو، ټولنو او خپله د افغان حکومت مرستې هم په دې برخه کې د سرې میاشتې ملا تړلې ده.
افغان حکومت دوه ځله یوـ یو ميلیون ډالر د مرستې په توګه سرې میاشتې ته ورکړي، د اوسني جمهور رئیس او د سرې میاشتې ټولنې د مشرې په هلو ځلو د هند حکومت حاضر شوی چې د روان ۲۰۱۵م کال د سپټمبر له دولسمې نېټې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې پنځه میلیونه ډالر د سرې میاشتې په واک کې ورکړي، د امریکا د سره صلیب کمېټې ۱۰۰ زره ډالر او د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم ۱۶۵زره امریکايي ډالر سرې میاشتې سره مرسته کړې چې د زړه د سوري لرونکو ناروغانو درملنه پرې وکړي.
د دې خیریه ټولنې ویاند وایي، د دې پیسو په وسیله تر اوسه د ۴زره اته دېرش ناروغانو درملنه شوې چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو سره اړیکه لري. له دې پرته د زړه سوري لرونکي ۴ زره ۶ سوه ۶۲ نور ناروغان انتظار باسي چې درملنه یې وشي.
میرام صداقت زیاتوي، دوی له ۲۰۰۸ م کال راهیسې هر کال نږدې ۱۰۰۰ ناروغان تداوي کوي، خو دا چې ولې د ۷ کلونو په تېرېدو یوازې څه د پاسه ۴ زره ناروغان تداوي شوي، نوموړی یې په ځواب کې وايي: ((دا پروسه د ۲۰۰۸م کال په وروستیو کې پیل شوه، هغه کال موږ ناروغان تداوي نه کړل. همدارنګه روان کال کې د ناروغانو درملنه دوام لري، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ هر کال پوره زر ناروغان تر تداوۍ لاندې نیسو، بلکې خپلې بودجې او وضعیت ته په کتو سره ګام پورته کوو.))
د زړه د سوري لرونکو ناروغانو پر درملنې د ناروغۍ نوعیت ته په کتو مختلف لګښت راځي، هغه ناروغان چې مغلقه ناروغي لري له ۳ زره تر ۵ زره امریکايي ډالرو او هغه چې ناروغي یې ساده وي تر ۲۵۰۰ امریکایي ډالرو پیسې پرې مصرفېږي.
سره میاشت په هرو څلورو اونیو کې په اوسط ډول ۳۰ ناروغان چې ناروغي یې مغلقه وي هند او پاکستان ته لېږي. په هند کې د مکس، فورټس، ارټمیس او په پاکستان کې د رحمان روغتون هغه دي چې د افغان ناروغانو درملنه په کې کېږي. په کور دننه بیا د فرانسویانو او امیري میډیکل کمپلکس روغتونونه له سرې میاشتې سره قرارداد لري چې ناروغان یې تداوي کړي.
د سرې میاشتې ویاند وایي، د دې ناروغانو درملنه له ۸ تر ۱۲ زره امریکایي ډالرو لګښت غواړي، خو دا روغتونونه له سرې میاشتې سره د همکارۍ له مخې د دوی ناروغانو ته له ۵۰ فیصده زیات تخفیف ورکوي.
د میرام صداقت د څرګندونو له مخې، د عملیات په مهال ناروغانو ته یو شمېر نورې ستونزې هم پیدا کېږي چې درملنه یې د سرې میاشتې د ټولنې پر غاړه ده او ټول لګښت یې دوی ورکوي. خو له ناروغانو سره له هېواده بهر تلونکی پیواز باید خپل ټول لګښتونه خپله ادا کړي او سره میاشت یې لاسنیوی نه کوي.
خو یو شمېر کورنۍ چې سرې میاشتې ته یې مراجعه کړې، د دې ټولنې له کارونو خوښې نه دي. دوی وایي، له ډېرې مودې راهیسې یې خپل ناروغان راجسټر کړي، خو سره میاشت کې د وعدو په ورکولو  وخت ضایعه کوي او له یوې بلې نېټې ته یې کار غځوي.
دوی وایي، په سره میاشت کې ټول کارونه په واسطو پورې تړلې دي او هغه کسان چې کوم لوړ پوړی څوک وپېژني، کولای شي په لنډه موده کې د خپل ناروغ درملنه وکړي، خو هغه چې څوک نه پېژني تر اوږدې مودې په انتظار پاتې وي.
یو له دې کورنیو چې د کندوز له ولایت مقام یې رسمي مکتوب تر لاسه کړی، بیا یې سرې میاشتې ته خپل زوی د درملنې لپاره راوستی او نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، مرکزي دفتر ته یې له مراجعې وروسته عریضه وکړه. دی وایي، په داسې حال کې چې په تخار کې یې یوه روغتون له ټولو معایناتو وروسته د ده د زوی ناروغي ثابته کړې وه چې د زړه سوری لري، خو دلته ورسره ډاکټرانو ونه منله او مجبور یې کړ چې له سره معاینات ترسره کړي. د معایناتو له ترسره کېدو وروسته معلومېږي چې ناروغ یې د زړه سوری لري. سره میاشت د خپل پروسیجر له مخې د ټولو اسنادو له جمع کېدو وروسته ناروغ ته وخت ورکوي چې ژر به یې هند ته د درمنلې لپاره ولېږي، خو تر اوسه شپږ میاشتې تېرې شوي، مګر د درملنې څرک یې نه لګېږي.
دا سره میاشت تورنوي چې یوازې د واسطو لرونکو ناروغانو درملنه کوي او نور یوازې د خدای هیلې ته پاتې وي.
په ورته وخت کې یوه بله کورنۍ چې ناروغ ته یې د درملنې لپاره درې میاشتې وخت ورکړل شوی، نږدې درې کاله انتظار باسي، خو څوک یې غم نه خوري. بالاخره د یوې واسطې په زور توانېږي چې ناروغ یې عملیات شي.
سره میاشت د یو خیریه ارګان په توګه درې اهداف په خپلو لومړیتوبونو کې لري. د بې وزلو، جنګ ځپلو او طبیعې پېښو له متضررو سره بېړنۍ مرستې، د یوې ډاډمنې روغتیایي فضا د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې او په ټوله کې د ستونزو د را کمولو لپاره منډې ترړې، په دې لومړیتونو کې راځي.
خو دا چې سرې میاشتې دا کارونه په سمه توګه ترسره کړي او کنه، هغه پوښتنه ده چې د دې راپور لوستلو یې له تاسې سره د پرېکړې په برخه کې پوره مرسته وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA