ads

د امريكا ۲۳ ايالتونه سوري كډوال نه قبلوي

د پاريس له بريدونو وروسته د امريكا د متحده ايالاتو ۲۳ ايالتونو پرېكړه كړې چې هېڅ سوريايي وګړي ته به پناه نه وركوي.په دې پرېكړه كې الابامه، مشيګن، اركينسا، ټكساس، فلوريډا، جارجيا، اى ډاهاو، الينواى، ميساچوسټس، انډيانا، ميسيسپي، لوزيانا، شمالي كيرولينا، جنوبي كيرولينا، اوهايو، اولاهوما، وسكونس، مييين، اييوا، نيبراسكا ايروزينيا ايالتي حكومتونه شامل دي، چې […]

نویسنده: TKG
26 لړم 1394
د امريكا ۲۳ ايالتونه سوري كډوال نه قبلوي

د پاريس له بريدونو وروسته د امريكا د متحده ايالاتو ۲۳ ايالتونو پرېكړه كړې چې هېڅ سوريايي وګړي ته به پناه نه وركوي.
په دې پرېكړه كې الابامه، مشيګن، اركينسا، ټكساس، فلوريډا، جارجيا، اى ډاهاو، الينواى، ميساچوسټس، انډيانا، ميسيسپي، لوزيانا، شمالي كيرولينا، جنوبي كيرولينا، اوهايو، اولاهوما، وسكونس، مييين، اييوا، نيبراسكا ايروزينيا ايالتي حكومتونه شامل دي، چې د ۲۲ ايالتونو واليان د امريكا د جمهوريت غوښتونكو د ګوند غړي او  يوازې د نيوهمپشاير ايالت والي د دموكراتانو په ګوند پورې اړه لري. د پاريس له بريدونو وروسته د امريكا د متحده ايالاتو ۲۳ ايالتونو پرېكړه كړې چې هېڅ سوريايي وګړي ته به پناه نه وركوي.
په دې پرېكړه كې الابامه، مشيګن، اركينسا، ټكساس، فلوريډا، جارجيا، اى ډاهاو، الينواى، ميساچوسټس، انډيانا، ميسيسپي، لوزيانا، شمالي كيرولينا، جنوبي كيرولينا، اوهايو، اولاهوما، وسكونس، مييين، اييوا، نيبراسكا ايروزينيا ايالتي حكومتونه شامل دي، چې د ۲۲ ايالتونو واليان د امريكا د جمهوريت غوښتونكو د ګوند غړي او  يوازې د نيوهمپشاير ايالت والي د دموكراتانو په ګوند پورې اړه لري.
دا پرېكړه په داسې حال كې شوې ده چې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي دوى تر ۲۰۱۶ كال پورې ۱۰ زره سوريايانو ته د پناه وركولو په ژمنه كلك ولاړ دي.
خو د امريكا د جمهوريت غوښتونكي ګوند لخوا د جمهوري رياست ټاكنو ته نوماند بين كارسن وايي، پناه غوښتونكي بايد له عقيدتي او نظرياتي ټيسټونو هم تېر شي او بيا قبولي وركړل شي.
نوموړي له كانګرس غوښتي چې امريكا ته د سوريايي كډوالو د رسولو ټول پروګرامونه او مرستندويه چندې ټولنې ورته بندې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA