په افغانستان کې خبریالان خوندي نه دي. له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۵ قضیې د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې د څېړلو شېبې شماري.
د رسنيو يو شمېر مسوولين تېره اوونۍ په کابل کې سره راغونډ شول، دوی د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. په څنګ کې يې حکومتي استازو هم اعلام وکړ چې د دې وضعيت پر وړاندې بې تفاوته نه دي او دوی به په هر ډول شرایطو کې د رسنيو مرسته وکړي.
په افغانستان کې خبریالان خوندي نه دي. له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۵ قضیې د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې د څېړلو شېبې شماري.
د رسنيو يو شمېر مسوولين تېره اوونۍ په کابل کې سره راغونډ شول، دوی د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. په څنګ کې يې حکومتي استازو هم اعلام وکړ چې د دې وضعيت پر وړاندې بې تفاوته نه دي او دوی به په هر ډول شرایطو کې د رسنيو مرسته وکړي.
له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نی) وايي چې له ۲۰۵ قضيو څخه ۴۸ یې د خبريالانو د وژلو دي.
له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي چې د رسنیو د کار د خوندیتوب له پاره باید د حکومت او رسنیو تر منځ یوه مشخصه تګلاره جوړه شي. دا اداره وايي، افغان خبريالان له ډول ډول ګواښونو سره مخ دي او حکومت يې د ژوند د خوندي کولو مسوولیت لري. د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر صدیق الله توحیدي وايي: (( په هېواد کې د رسنيو وضعيت ته په کتو اړتيا ده چې رسنۍ له دولت سره یوه ستراتيژي ولري، څو وکولای شو د خبريالانو د خونديتوب له پاره يوه حل لاره ولرو.))
د بې پولې خبریالانو مسوولین وایي، له ملګرو ملتونو سره د افغان حکومت د ژمنې پر اساس باید د رسنیو غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي. د بې پولې خبریالانو د سازمان مسوول رضا معیني څرګندوي: (( دولتونه د ښاريانو په ځانګړې توګه د خبريالانو د امنيت د خوندي کولو مسووليت لري. په افغان حکومت پرله پسې انتقادونه شوي، ځينې يې اورېدل شوي هم دي، موږ انتقادونو ته ادامه ورکوو، څو د خبريالانو په مخ کې پرتې ستونزې اوارې شي.))
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول نجیب شریفي وايي: ((زموږ غوښتنه دا ده چې د خبريالانو او رسنیو د کارکوونکو د امنيت د خونديتوب موضوع جدي ونيول شي، موږ به له دولت سره دا ډول خبرو اترو ته ادامه ورکړو.))
وروسته له دې چې طالبانو ځینو رسنیو ته د پوځي هدف په توګه ګواښ وکړ، له حکومت څخه د رسنیو غوښتنې مخ په زیاتېدو شوې، ځکه دا ډول ګواښونه که د هرې ډلې له خوا وي، کولای شي چې په افغانستان کې د رسنیو کار له ننګونو سره مخامخ کړي.
د طلوع نيوز مسوول لطف الله نجفي زاده چې په دې غونډه کې خبرې کولې، وويل چې د رسنيو پر وړاندې د طالبانو کړنې بدلې شوې دي، دوی هڅه کوي د رسنیو په ګواښولو او وېرولو سره له هغو څخه د ځان له پاره يوه تبليغاتي وسيله جوړه کړي. د طوع نيوز مسوول زياته کړه:((تېر کال مو وکولای شول چې ټولو ۳۴ ولايتونو ته لاړ شو، خو سږ کال فکر کوو چې په امنيتي حوزه کې سرې کرښې ډېرې شوې دي؛ نو موږ نه شو کولای چې ټول ولايتونه تر خپل پوښښ لاندې راولو.))
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمسیون په روان میلادي کال کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې په افغانستان کې خبریالي له خطرناکو کارونو څخه ده.
د افغانستان، تاجکستان او ایران له پاره د بې پولې خبریالانو د نړېوال بنسټ مسوول رضا معیني وايي، د جګړې ښکېلې ډلې باید د خبریالانو ژوند ته پام وکړي. هغه زیاته کړه: ((موږ نور تړونونه او پرېکړه لیکونه هم لرو؛ له دې ډلې د جینوا کنوانسیون یادولی شو؛ دا کنوانسیون د خلکو د امنیت د خوندیتوب څارنه کوي؛ دوه الحاقیه تړونونه يې د خبریالانو او د ورځپاڼو د مسوولینو د امنیت په اړه دي؛ په کې راغلي چې په ناامنو او د جګړې په سيمو کې، د جګړې دواړه لوري د خبریالانو د خوندیتوب مسوولیت لري.))
د کليد ګروپ مشرې نجيبې ايوبي هم وويل چې وروستيو بدو امنيتي پېښو او د طالبانو ګواښونو د خبريالانو او رسنيو په کارونو منفي اغېزه کړې ده. نوموړې وايي، يو کال کېږي چې په غزني او ننګرهار ولایتونو کې د کليد راډيو دفترونه د طالبانو او داعش له لوري ګواښل کېږي:(( دوی د پيغام په رااستولو سره د ځينو خپرونو د سانسور غوښتونکي دي.))
د جمهور رئیس د وياند مرستيال سید ظفر هاشمي وايي: ((حکومت د بيان ازادۍ او خبريالانو د خونديتوب له پاره پياوړې ژمنه لري، په دې برخه کې له هرې لارې کار اخلي، د رسنيو او حکومت له لوري به په رسنيو هېڅ ډول فشار نه راوړل کېږي.)) د کورنیو چارو وزارت هم د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي، د دغه وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي وايي: ((موږ د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د خبریالانو او د ورځپاڼو د مسوولینو د امنیت له پاره ځان مسوول او ژمن ګڼو.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


