فرانسوي ځواکونو په خپل هېواد کې تر خونړۍ پېښې وروسته د سوريې په رقعه کې د داعش نظامي مرکزونه بمبار كړي دي.
فرانسوي چارواکو ويلي، د دوى جنګي الوتکو په رقعه کې د داعش پر مرکزونو شل بمونه غورځولي او داعش وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د فرانسوي پوځي چارواکو په خبره، يادو الوتکو پرون د اردن او متحده عربي اماراتو له هوايي ډګرونو الوتنې کړې وې. فرانسوي ځواکونو په خپل هېواد کې تر خونړۍ پېښې وروسته د سوريې په رقعه کې د داعش نظامي مرکزونه بمبار كړي دي.
فرانسوي چارواکو ويلي، د دوى جنګي الوتکو په رقعه کې د داعش پر مرکزونو شل بمونه غورځولي او داعش وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د فرانسوي پوځي چارواکو په خبره، يادو الوتکو پرون د اردن او متحده عربي اماراتو له هوايي ډګرونو الوتنې کړې وې.
دوى زياتوي، په سوريه او عراق کې به د داعش پر مرکزونو نور بريدونه هم ترسره کړي.
په همدې حال کې فرانسوي چارواکو ويلي، چې د تېرې شنبې شپې بريدونه په بلجيم کې طرحه شوي وو.
په دغو بريدونو كې، چې داعش ډلې يې مسووليت پر غاړه واخيست، ۱۲۹ تنو خپل ژوند له لاسه وركړ او شاوخوا ۲۵۰ تنه ټپيان شول.


