د خوست د ولایتي شورا لپاره نوی ټاکل شوی رئیس عبدالوالي واحدزی وایي، د خلکو ستونزې به راټولوي او له خپلې شورا او ولایت مقام سره په همغږۍ به یې د حل لپاره تر وسه هڅې کوي.
واحدزی وایې: ((په تېر یو کال کې ډېره تجربه راته وشوه، د خلکو ستونزې، لکه د بیارغونې، معارف، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې یې چې لري زه به یې د خادم په صفت لومړى د خوست ځایي ادارې ته رسوم او که امکان یې و او اړتیا ولیدل شي د کیمسیونو په چوکاټ کې به یې له اړوندو وزاتونو او بهرنیو ادارو سره شریکې کړم.)) د خوست د ولایتي شورا لپاره نوی ټاکل شوی رئیس عبدالوالي واحدزی وایي، د خلکو ستونزې به راټولوي او له خپلې شورا او ولایت مقام سره په همغږۍ به یې د حل لپاره تر وسه هڅې کوي.
واحدزی وایې: ((په تېر یو کال کې ډېره تجربه راته وشوه، د خلکو ستونزې، لکه د بیارغونې، معارف، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې یې چې لري زه به یې د خادم په صفت لومړى د خوست ځایي ادارې ته رسوم او که امکان یې و او اړتیا ولیدل شي د کیمسیونو په چوکاټ کې به یې له اړوندو وزاتونو او بهرنیو ادارو سره شریکې کړم.))
ده د امنیتي ځواکونو هڅې هم وستایلې او ویې ویل، چې د دوی قربانۍ ترې هیرې نه دي همدا قربانۍ دي، چې په خوست کې اوس امنیت د ډاډ وړ دی.
د خوست د ولایتي شورا د ادارې پلاوي د ټاکنې په موخه د یک شنبې په ورځ ټاکنې ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې له پنځلسو وکیلانو څخه لسو یې حضور درلود او پنځو یې له ټاکنو سره پریکون کړی و.
د خوست د ټاکنو د خپلواک کیمیسون مشر عبدالرحمن محبت وایي، په دغه ټاکنو کې د خوست د ولایتي شورا رئیس، د دغې شورا مرستیال او منشي وټاکل شول.
دی وایې:((ټاکنې د ولایت د مرستیال، د مدني ټولنې غړو، د خبریالانو او قومي مخورو تر نظارت لاندې ترسره شوې. پروسه شفافه وه. د اړینو وکیلانو نصاب پوره او ټاکنې ترسره شوې، عبدالوالي واحدزی د ولایتي شورا د رئیس، شکر الله بابکر خیل د مرستیال په توګه او محمد قدیم افغان د منشي په توګه وټاکل شول.))
تېر کال د خوست د ولایتي شورا ټاکنې د خپلمنځي جنجالونو له امله تر دریو میاشتو وځنډېدې.
له هغې وروسته د ولسي جرګې له ولایتي شورا څخه د څارنې حق واخیست او د خوست د ولایتي شورا کارونه ټکني شول.
دغو دوو مواردو د خوست د ولایتي شورا پر کارونو بده اغیزه وکړه او د شورا لخوا د تېر کال کړې ژمنې پوره عملي نشوې.
د خوست د ولایتي شورا پخواني رئیس امیر الله زړه سواند پرون كليد ته پر یادو مورادو اعتراف وکړ او په عین حال کې په یو شمېر وکیلانو باندې هم تور ولګاوه، چې ډېرى وخت به د شورا عمومي غونډو ته نه حاضریدل.
زړه سواند وایي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د خلکو مختلفې او اړینې ستونزې د ولایت له مقام او اړوندو ادارو سره شریکې کړې او له خلکو سره یې مختلفې او اړینې غونډې کړي.
زړه سواند زياته كړه، د ادارې فساد پرضد یې هم مبارزه کړيده او ښه بیلګه یې د معارف ریاست اړوند د خیالي ښوونکو تثبیت و چې مخنیوي يې د دولت بودیجه سپما کړه: ((تېر کال یو شمېر خیالي ښوونکي زما په هڅو معلوم شول. د قردادي او خدماتي ښوونکو لپاره ۱۱۰ میلیونه افغانۍ بودیجه تصویب شوې وه، موږ د خیالي کسانو له ایستلو وروسته په دې بریالي شو، چې دغه بودیجه نیمایې ته راښکته کړو.))
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان بیا د خوست د ولایتي شورا لپاره له نوي ټاکل شوې ادارې پلاوي څخه وغوښتل، چې دوی د دغه ولایت د خلکو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
دی وایې: (( دا خو ټولو ته معلومه ده، چې ولایتي شورا د خلکو او حکومت ترمنځ د پل حیثیت لري نو له دې معلومیږي چې دوی د خلکو ستونزې موږ ته په سم شکل رانتقال کړې او بیا یې په سم شکل خلکو ته ورسوي، ترڅو د خلکو او حکومت ترمنځ د باور فضا ټینګه شې.))
څو ورځې وړاندې جمهور رئيس غني، ټولو والیانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې دا مکلفیت وسپاره چې د ولایتي شوراګانو ټاکنې د تېرې یکشنبې په ورځ ترسره کړې او په کې د هره راز درغلیو او لاسوهنو مخه ونیسي.
تېر ځل هم د خوست د ولایتي شورا د زیاتره وکیلانو په اړه داسې ویل کیدل ، چې د پیسو په معامله یې ټاکنې ترسره کړې.


