د فرانسې لومړي وزير مينويل والز ويلي، چې هېواد يې د جګړې په حالت کې دى او د داعش ډلې په وړاندې به په سوريې او عراق کې خپلو بريدونو ته دوام وركړي.
نوموړي دغه څرګندونې له يو فرانسوي ټلويزيون سره په مركه كې كړې دي.
د هغه په وينا، دوى به داسې ګامونه پورته کړي، چې دښمن يې تصور هم ونه شي کړاى.

مينويل والز زياتوي، فرانسه د دښمن له ګواښونو هم خبره ده، خو په وړاندې به يې له خپل هېواده بهر جګړو ته دوام وركړي.
د فرانسې لومړي وزير دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې د شنبې په شپه په پاريس كې بېلابېلو چاودنو او ډزو كې لږ تر لږه ۱۲۹ تنه ووژل شول او له ۳۵۰ زيات ټپيان شول، چې د لسګونو ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوى دى.
فرانسوي پوليسو د عمر اسماعيل مصطفى په نوم د يوه بريد کوونکي د کورنۍ ځينې غړي نيولي دي.
د فرانسې څارنوال وايي، اووه واړه بريد کوونکي وژل شوي او له يوه سره د سوريې پاسپورټ هم موندل شوی دى.
د دغو بريدونو پړه داعش ډلې منلې ده او د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند دغه بريدونه د فرانسې په وړاندې د داعش ډلې د جګړې اعلان بللى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ