امريکايي چارواکو ويلي، چې په يو هوايي بريد کې يې په ليبيا کې د داعش ډلې يو مشر ابو نبيل وژلى دى.
د پنټاګون وياند پيټر کوک وايي، ابو نبيل له خپلو ملګرو سره اېف شپاړس الوتکې په نښه کړى و.
د پنټاګون د وياند په وينا، په دې سره يې په ليبيا کې داعش ډلې ته سخت ګوزار ورکړى دى. امريکايي چارواکو ويلي، چې په يو هوايي بريد کې يې په ليبيا کې د داعش ډلې يو مشر ابو نبيل وژلى دى.
د پنټاګون وياند پيټر کوک وايي، ابو نبيل له خپلو ملګرو سره اېف شپاړس الوتکې په نښه کړى و.
د پنټاګون د وياند په وينا، په دې سره يې په ليبيا کې داعش ډلې ته سخت ګوزار ورکړى دى.
پيټر كوك دا بريد په ليبيا کې د داعش ډلې په ضد لومړنى بريد بللى دى.
ابو نبيل د عراق اوسېدونکى و او يو وخت په سيمه کې د القاعدې شبکې مهم غړى بلل کېده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې د امريکايي الوتكې بريد کې د داعش يو بل مهم قوماندان جهادي جان هم وژل شوى دى.


