ads

سلواكيا كې د اوكرايني هليكوپټر لويدنه، ۷ افغانان مړه

د اوكراين يو ملکي هليکوپټر د تېرې چهارشنبې په ورځ د سلواکيا هوايي حريم ته له داخلېدو وروسته غورځېدلى، چې په نتيجه کې يې ۷ افغانان او يو اوكرايني پيلوټ وژل شوي دي.د سلواکيا د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل، چې په وژل شويو افغانانو کې ۵ نارينه او دوې ښځې دي. […]

نویسنده: TKG
24 لړم 1394
سلواكيا كې د  اوكرايني هليكوپټر لويدنه، ۷ افغانان مړه

د اوكراين يو ملکي هليکوپټر د تېرې چهارشنبې په ورځ د سلواکيا هوايي حريم ته له داخلېدو وروسته غورځېدلى، چې په نتيجه کې يې ۷ افغانان او يو اوكرايني پيلوټ وژل شوي دي.
د سلواکيا د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل، چې په وژل شويو افغانانو کې ۵ نارينه او دوې ښځې دي. د اوكراين يو ملکي هليکوپټر د تېرې چهارشنبې په ورځ د سلواکيا هوايي حريم ته له داخلېدو وروسته غورځېدلى، چې په نتيجه کې يې ۷ افغانان او يو اوكرايني پيلوټ وژل شوي دي.
د سلواکيا د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل، چې په وژل شويو افغانانو کې ۵ نارينه او دوې ښځې دي.
د دې وزارت وياند ايوان نيتيک وايي، مامورينو د هليكوپټر د لوېدو په سيمه کې لټون په هماغه لومړيو کې پيل کړ، خو د لړې د زياتوالي له کبله هليكوپټر د جمعې په ورځ وموندل شو.
د هغه په وينا، پر دغه هليكوپټر د اوکراين نښان لګېدلى دى.
د سلواکيا چارواکي وايي، د دې قضيې په اړه د ګډو تحقيقاتو لپاره له اوکرايني چارواکو سره اړيكه نيسي.
بلخوا د اوکراين سرحدي ځواکونو رسنيو ته ويلي، ياده الوتكه د هغو کسانو لخوا کارول کېده، چې په غير قانوني توګه کډوال اروپا ته لېږدوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA