کانکور، په افغانستان كې د ځوانانو لپاره له ثانوي درجې څخه د لوړو زده كړو پړاو ته د داخلیدو مهمه پروسه ده، چې په پایله کې یې ځوانان خپلو مسلكي او علمي اهدافو ته د نږدې کیدو په موخه ګام اخلي او پرمختګ کوي.
خو په افغانستان کې د کانکور د ازموینې په اړه له دې امله د وړ برخه والو اندېښنه زیاته ده چې د درغلیو پراخ موجودیت یې د ډېرو پر هیلو پښه ایښې ده. کانکور، په افغانستان كې د ځوانانو لپاره له ثانوي درجې څخه د لوړو زده كړو پړاو ته د داخلیدو مهمه پروسه ده، چې په پایله کې یې ځوانان خپلو مسلكي او علمي اهدافو ته د نږدې کیدو په موخه ګام اخلي او پرمختګ کوي.
خو په افغانستان کې د کانکور د ازموینې په اړه له دې امله د وړ برخه والو اندېښنه زیاته ده چې د درغلیو پراخ موجودیت یې د ډېرو پر هیلو پښه ایښې ده.
اوس هم داسې وخت دی چې د سږني کانکور لپاره کمې شپې او ورځې پاتې دي، خو سږکال د کانکور برخه وال تر پخوا په بل نظر دي.
سر له اوسه خوستي ځوانان په کانکور کې د ګډون لپاره شپه و ورځ د تياريو په نيولو اخته او د علومو مطالعې ته یې زور ورکړی دی.
دلته هغو اوازو چې د سږني کانکور د لازم اخیستو په برخه کې خپرې شوي او اوس حقیقت ته نږدې شوي دي، د کانکور شفافیت ته هیله پیدا کړې ده.
زده کوونکي وايي، دوی د کانکور لپاره تیاری نیولی او لا یې هم په چټک ډول خپلو مطالعو ته زور ورکړی دی.
د دوی په وینا، هیله شته چې د خپلې خوښې پوهنځي ته به بریالي شي او لوړو زده کړو ته به لاره پیدا کړي.
د خوست یو تن ځوان نبي الرحمن چې سږ له ښوونځي فارغیږي او په کانکور کې د ګډون لپاره یې نوم ثبت کړی وايي، اوس هم وخت شته چې زده کونکي له فرصت څخه ګټه واخلي او د کانکور لپاره تیاری ونیسي.
مطیع الله یو بل تازه فارغیدونکی کس دی چې په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره یې تیاری نیولی دی.((چې څومره مو توان دی د کال له سره مو اماده ګي ورته نیولې ده.))
نوموړی وايي، د سږني کانکور د زیات شفافیت په اړه یې ژمنې تر غوږو رسېدلي او هیله مند دی چې دغه ملي او مهمه پروسه به د هېواد په کچه له روڼتیا برخمنه وي، څو وړ او تکړه ځوانان خپلو هیلو ته ورسیږي.
په همدې ترڅ کې مسؤلین هم وايي، د سږني کانکور لپاره يې د هراړخیز شفافیت په موخه هڅې روانې دي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي وايي، دا ځل د هېواد جمهورئیس د کانکور ازموینې پر ښه ترسره کیدا ځانګړی کار کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده.
کریمي وايي، دا ځل کانکور ازموينه له نورو سره توپیر لري، د ده په خبره داسې معلومات موجود دي چې د هر ګډنوال فورم به بېل وي او تر څنګ یې د واسطو، غیرقانوني مداخلو او نورو ناوړه هڅو ترسره کیدو مخه هم نیول کیدونکې ده.
د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس له ټولو زده کوونکو غوښتنه وکړه چې په کانکور کې د ګډون پر وخت دې یوازې او یوازې پر خپله وړتیا تمرکز وکړي: ((سږنی کانکور به له نورو سره متفاوت وي، هغه په دې معنی چې هڅه شوې څو هر کاندید په كې مشخصه د سوالونو پاڼه ولري، يعني د ده د سوالونو پاڼه به د بل کاندید د سوالونو له پاڼې په مكمل ډول توپیر ولري، دا تدابیر ددې لپاره نیول شوي چې ازموینه شفافه وي او وړ کسان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي. زما له ټولو کاندیدانو وروڼو څخه هیله دا ده چې دوی دې یوازې او یوازې پر زده کړه تمرکز وکړي، ځانونه دې اماده کړي او د هېڅ واسطې تمه دې نه لري.))
په عین حال کې د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني هم دا ځل د کانکور پر ښه ترسره کیدو ټينګار کړی دی.
جمهور رئيس غني له والیانو سره په ویډیویي کنفرانسونو او ناستو کې د کانکور د ښه ترسره کیدو لپاره د اړینو تدابیرو د نيولو امر کړی دی.
د خوست والي حکم خان حبیبي د سل ورځني کاري ګزارش د وړاندې کولو پرمهال وویل، ښه کانکور د افغانستان ښه راتلونکی تضمینوي نو دا ځل يې د ټولو نهادونو په ملاتړ د شفاف کانکور اخیستو لپاره هڅې روانې دي.
حبیبي دغه راز وویل، په سږني کانکور کې د هېڅ غیرقانوني کس ګډون، مداخله او لاسوهنه د قبول وړ نه ده: ((ښه کانکور، شفاف کانکور دا د افغانستان راتلونکی تضمینوي او د هېواد د حکومتدارۍ او معارف ستون فقرات دی، بناً د ټولو نهادونو حمایت او ملاتړ د کانکور له ازموینې لازمي دی او په عین وخت کې هدایت دا دی چې هېڅ شخص بدون له دې چې قانوني مؤجب او مسؤولیت ولري د کانکور په امورو کې مداخله نشي کولای او که چېرته دغسې عمل ولیدل شو اړونده امنیتي او عدلي ارګانونو ته هدایت دادی چې هغه شخص باید تر تعقیب لاندې وي او ونیول شي.))
له كانكور ازموينو څخه هر کال شکایت دا وي چې په دې پروسه كې د درغلیو له امله وړ او بااستعداده ځوانان ناهیلي کیږي او په پایله کې یې د لوړو زده کړو بهیر ټکنی کیږي.
دغه راز، سره له دې چې هر کال د کانکور تر اخستو وړاندې د جدي تدابیرو خبرې کیږي خو وروسته هغه ډول نه وي، اما اوس داسې نظرونه موجود دي چې د سږ کال د کانکور لپاره روان تیاری د ښه کانکور زیرى له ځانه سره لري.


