ads

پاريس كې ۷ ځايه تروريستي پېښې، ۱۶۰ مړه

د فرانسې په تاريخ كې د تر ټولو سترې تروريستي پېښې په ترڅ كې پر اووه بېلابېلو نقاطو ترهګريزو بريدونو او چاودنو ۱۶۰ تنه وژلي دي.پوليسو ويلي، يوازې د بټاكلان په كنسرت هال كې ۱۰۰ يرغمل كسان وژل شوي، خو بېرته په مقابلو ډزو كې ۴ بريدګر هم له منځه وړل شوي.د فرانسې په پاريس […]

نویسنده: TKG
23 لړم 1394
پاريس كې ۷ ځايه تروريستي پېښې، ۱۶۰ مړه

د فرانسې په تاريخ كې د تر ټولو سترې تروريستي پېښې په ترڅ كې پر اووه بېلابېلو نقاطو ترهګريزو بريدونو او چاودنو ۱۶۰ تنه وژلي دي.
پوليسو ويلي، يوازې د بټاكلان په كنسرت هال كې ۱۰۰ يرغمل كسان وژل شوي، خو بېرته په مقابلو ډزو كې ۴ بريدګر هم له منځه وړل شوي.
د فرانسې په پاريس سټيډيوم كې درې چاودنې هغه مهال وشوې چې فرانسوي جمهور رئيس اولانډ له خپلې كابينې سره د ميچ ليدو ته ورغى. د فرانسې په تاريخ كې د تر ټولو سترې تروريستي پېښې په ترڅ كې پر اووه بېلابېلو نقاطو ترهګريزو بريدونو او چاودنو ۱۶۰ تنه وژلي دي.
پوليسو ويلي، يوازې د بټاكلان په كنسرت هال كې ۱۰۰ يرغمل كسان وژل شوي، خو بېرته په مقابلو ډزو كې ۴ بريدګر هم له منځه وړل شوي.
د فرانسې په پاريس سټيډيوم كې درې چاودنې هغه مهال وشوې چې فرانسوي جمهور رئيس اولانډ له خپلې كابينې سره د ميچ ليدو ته ورغى.
په دې بريدونو كې اولانډ روغ ووت او خپلو ساتونكو له مرګ وژغوره خو اخوا ته په بټاكلان كنسرټ هال ور ننوتو وسله والو ۱۰۰ يرغمل كړي كسان ووژل او مازې څو امريكايي موسيقاران ترې ژوندي ووتل.
اوسمهال پوځ په ټول پاريس كې ګرځبنديز لګولى او ټولو ښاريانو ته يې امر كړى دى چې هېڅوك له كوره  نه شي راوتلى.
د فرانسې جمهور رئيس د حالاتو نزاكت ته په كتو ټول هېواد كې بيړنى حالت اعلان كړى، له نورو هېوادونو سره يې د پولو د تړلو امر كړى او ګڼو مكتبونو او پوهنتونو ته يې هم رخصت اعلان كړى دى.
خو حكومت وايي، نن به يوازې له دغه هېواده پروازونه نه ځنډېږي، نور هېچا ته له كوره د راوتو اجازه نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA