هند د پاكستان لخوا د براق په نوم بې پيلوټه الوتكې په مقابل كې د ممكنه پاكستاني جاسوسۍ د مخنيوي په خاطر له امريكا نه تر ټولو پرمختللې ډرون الوتكې اخلي.
هند په دې اړه امريكا ته خپل وړانديز هم سپارلى او ويل كېږي كه امريكا دا وړانديز ومني نو هند به لومړنى هېواد وي چې له امريكا نه ډرون الوتكې په بيه اخلي. هند د پاكستان لخوا د براق په نوم بې پيلوټه الوتكې په مقابل كې د ممكنه پاكستاني جاسوسۍ د مخنيوي په خاطر له امريكا نه تر ټولو پرمختللې ډرون الوتكې اخلي.
هند په دې اړه امريكا ته خپل وړانديز هم سپارلى او ويل كېږي كه امريكا دا وړانديز ومني نو هند به لومړنى هېواد وي چې له امريكا نه ډرون الوتكې په بيه اخلي.
دا په داسې حال كې ده چې تېر كال دغه هېواد له امريكا نه د زياتو وسلو د اخستونكو هېوادونو په ليست كې په دوهم مقام ولاړ و.
داسې ويل كېږي چې هند له اسرايلو سره هم درې كاله وړاندې د ډرون الوتكو د پيرلو لپاره قرارداد كړى و او اوس رسنۍ وايي چې هند په دې اړه هم خپلې هڅې تېزې كړې دي.


