ads

د خوست ښوونكو ته له ۴ ښارګوټو څخه د يو بنسټ كېښودل شو

د خوست د تڼیو او ګربزو ولسوالیو د ښوونکو لپاره د ځانګړي ښارګوټي د جوړېدو چارې له نهه كلنې كشالې وروسته پرون پيل شوې.د معلوماتو له مخې دغه ښار ګوټی په ۱۲۰ جریبه ځمکه جوړیږي، چې ۲۷۵ ښوونکو ته به په کې د کورو جوړولو لپاره ځمكې وركړل شي.چارواكو كليد ته ويلي، په یاد شوې […]

نویسنده: TKG
20 لړم 1394
د خوست ښوونكو ته له ۴ ښارګوټو څخه د يو بنسټ كېښودل شو

د خوست د تڼیو او ګربزو ولسوالیو د ښوونکو لپاره د ځانګړي ښارګوټي د جوړېدو چارې له نهه كلنې كشالې وروسته پرون پيل شوې.
د معلوماتو له مخې دغه ښار ګوټی په ۱۲۰ جریبه ځمکه جوړیږي، چې ۲۷۵ ښوونکو ته به په کې د کورو جوړولو لپاره ځمكې وركړل شي.
چارواكو كليد ته ويلي، په یاد شوې ښارګوټي کې به کلینک، تفریحي پارک، شنې ساحې، لوى جومات او ګڼ نور اړين ملحقات هم رغېږي.
د دې ښارګوټي د جوړېدو وعده نهه كاله وړاندې شوې وه خو ايله پرون د تڼيو ولسوالۍ اړوند په سګۍ سيمه كې پر ښوونكو د دې ښارګوټي ۲۷۵ نومرې وويشل شوې. د خوست د تڼیو او ګربزو ولسوالیو د ښوونکو لپاره د ځانګړي ښارګوټي د جوړېدو چارې له نهه كلنې كشالې وروسته پرون پيل شوې.
د معلوماتو له مخې دغه ښار ګوټی په ۱۲۰ جریبه ځمکه جوړیږي، چې ۲۷۵ ښوونکو ته به په کې د کورو جوړولو لپاره ځمكې وركړل شي.
چارواكو كليد ته ويلي، په یاد شوې ښارګوټي کې به کلینک، تفریحي پارک، شنې ساحې، لوى جومات او ګڼ نور اړين ملحقات هم رغېږي.
د دې ښارګوټي د جوړېدو وعده نهه كاله وړاندې شوې وه خو ايله پرون د تڼيو ولسوالۍ اړوند په سګۍ سيمه كې پر ښوونكو د دې ښارګوټي ۲۷۵ نومرې وويشل شوې.
هغه ښوونکي چې په دغه ښارک ګوټي کې یې د كور لپاره ځمكه ترلاسه كړې د خوښۍ احساس کوي او وایي، په دې سره به دوی لا هم خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجې شې.
حكيم خان د تڼيو د سوركوټ منځني ښوونځي ښوونكى دى، هغه وايي ۲۵ كاله يې په ډېر كم معاش دنده اجرا كړې، خو نن يې د خوشالۍ وخت رارسېدلى دى: ((ډېر خوشاله یم، چې زما خدمت ځای ونیو او د کور جوړولو لپاره راته حکومت یوه نومره ځمکه راکړه. خوښ په دې یم، چې دا نومرې له غاصبینو خلاصې شوې او موږ ته راکړل شوې.))
معلم رحيم الله بيا په ګربزو كې دنده ترسره كوي او وايي د ښوونې په لاره كې يې كورنۍ قربانۍ هم وركړې دي: ((  پلار مې د لیسې سر ښوونکی و اووه کاله یې خدمت کړی و، چې څو کاله وړاندې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو، زه او کورنۍ په دې خوشاله یوو، چې د پلار هڅو مو یو رنګ راوړ.))
د خوست د تڼیو ولسوال اکبر ځدراڼ وايي، د ښوونکو لپاره ځانګړی شوی ښارګوټی د غاصبینو لخوا غصب شوی و، خو اوس يې د خوست د والي او د جمهور رئیس د وروستي فرمان له مخې په ګډه له غاصبینو خلاص کړ او مستحقینو ته خپل حق ورسید: ((په دغه ساحه کې تر څوارلسو پورې چهاردیوالۍ او ۱۲ غاصبین نیول شوي او دا وخت په زندان کې دي. د ولایتي رهبرۍ په ځانګړې پاملرنه او د امنیتي ځواکونو په خاصو عمالیاتو د ښوونكو دا ښارګوټى د غاصبینو له منګولو خلاص شو.))
د خوست والي حکم خان حبیبي د ښوونکو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي د بنسټ ډبرې د کیښودو پرمهال وویل، د ښارګوټي د عصب ستونزه له تېرو نهو کالونو راهیسې موجوده وه، چې اوس د ولایت په رهبرۍ او د امنیتي ځواکونو په میړانه اواره شوې ده: ((دغه ښارګوټى په ۱۲۰ جریبه ځمکه جوړیږي، چې ۲۷۵ ښوونکي به په کې کورونه ولري))
دا په داسې حال كې ده چې دوې میاشتې وړاندې د همدې دوو ولسواليو ښوونکو شاوخوا ۷۰ ښوونځي په دې خبره د اعتراض په ډول تړلي و، چې حکومت  ورسره د ځمكو د ورکړې ژمنه نه عملي کوي.
د خوست د پوهنې رئیس وایې، د خوست د پوهنې ریاست په چوکاټ کې ۴ ښارګوټي لري، چې يو يې پرون پرانيستل شو، خو د پاتې دريو ښارګوټو ځمكه غصب شوې او د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي.
دی وایې،  په یادو ښارګوټو کې د كورونو جوړولو لپاره ۵۷۵ نومرې شته چې په نږدې راتلونکي کې به یې پر ښوونکو د توزیع لړۍ پیل شې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA