ads

خوست ته د وارداتي برېښنا غځولو چارې پيل شوې

د خوست چارواکې وايي، دغه ولایت ته د واردتي بریښنا د غځولو لومړني کارونه پیل شوې دي.د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د دندې د پیل په لومړيو كې يې د خوست له خلکو سره ژمنه كړې وه چې ډېر ژر به خوست ته د ورداتي بریښنا د راغوځولو چارې پيل كړي او اوس […]

نویسنده: TKG
20 لړم 1394
خوست ته د وارداتي برېښنا غځولو چارې پيل شوې

د خوست چارواکې وايي، دغه ولایت ته د واردتي بریښنا د غځولو لومړني کارونه پیل شوې دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د دندې د پیل په لومړيو كې يې د خوست له خلکو سره ژمنه كړې وه چې ډېر ژر به خوست ته د ورداتي بریښنا د راغوځولو چارې پيل كړي او اوس يې دا وعده په پوره كېدو كې ده. د خوست چارواکې وايي، دغه ولایت ته د واردتي بریښنا د غځولو لومړني کارونه پیل شوې دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د دندې د پیل په لومړيو كې يې د خوست له خلکو سره ژمنه كړې وه چې ډېر ژر به خوست ته د ورداتي بریښنا د راغوځولو چارې پيل كړي او اوس يې دا وعده په پوره كېدو كې ده.
ده د پروژې د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل، له پکتیا څخه د خوست په لوري د بریښنا د پایو د نصبولو لپاره د سروې کولو او ماین پاکۍ چارۍ پیل شوي دي: ((اوس د خوست زیاتره سوداګر د بریښنا د نشتوالي له امله په دغه ولایت کې پانګونه نه کوي خو که خدای کول، خوستي سوداګر به بیا په دوبۍ ، پاکستان یا د هیواد په نورو ولایتونو کې پانګونه نه کوي، دوی به کارخانې او فابریکې په خپل ولایت کې جوړوي، د دغه ولایت اقتصاد به هم پیاوړی شې او نږدې ټول ځوانان به یې مصروف شې.))
بايد وويل شي چې تر دې شاوخوا نهه مياشتې وړاندې جمهور رئيس غني هم د یو وډیویي کنفرانس له لارې د خوست له خلکو سره ژمنه کړي وه، چې د هیواد له شمالي ګاونډیو څخه به ورداتي بریښنا په اتلسو میاشتو کې دغه ولایت ته ورسیږي، خو د دغې پروژې د پایو لګو لپاره سروې اوس پیل شوې.
دا په داسې حال كې ده چې تېره اوونۍ افغان حكومت اعلان كړه، له تاجكستانه به ډېر ژر نوره ۳۰۰ میګاواټه بریښنا وپېري چې د افغانستان پر نورو ولایتونو سربیره به خوست ته هم وغځول شې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA