ads

د برما ټاكنې: انګ سان سوچي خپله بريا اعلان كړه

په ميانمار يا برما كې له اوږدې مودې وروسته په عمومي ټولټاكنو كې د حاكم ګوند ګراف ښكته شوى، خو برعكس د جمهوريت غوښتونكي اپوزيسيون ګوند مشرې انګ سان سوچي په دغو ټاكنو كې د خپلې تاريخي بريا ادعا كړې ده.د رسنيو له قوله په برما كې د حاكم ګوند يو ايس ډي پي مشر […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1394
د برما ټاكنې: انګ سان سوچي خپله بريا اعلان كړه

په ميانمار يا برما كې له اوږدې مودې وروسته په عمومي ټولټاكنو كې د حاكم ګوند ګراف ښكته شوى، خو برعكس د جمهوريت غوښتونكي اپوزيسيون ګوند مشرې انګ سان سوچي په دغو ټاكنو كې د خپلې تاريخي بريا ادعا كړې ده.
د رسنيو له قوله په برما كې د حاكم ګوند يو ايس ډي پي مشر ټاى اوو په يوه مركه كې خپله ماتې منلې . په ميانمار يا برما كې له اوږدې مودې وروسته په عمومي ټولټاكنو كې د حاكم ګوند ګراف ښكته شوى، خو برعكس د جمهوريت غوښتونكي اپوزيسيون ګوند مشرې انګ سان سوچي په دغو ټاكنو كې د خپلې تاريخي بريا ادعا كړې ده.
د رسنيو له قوله په برما كې د حاكم ګوند يو ايس ډي پي مشر ټاى اوو په يوه مركه كې خپله ماتې منلې .
په برما كې له تېرو ۲۵ كلونو راهيسې د درېيم ځل ټولټاكنې وې چې تكړه ګوندي فعاله انګ سان سوچي په كې د خپل نيشنل ليګ اف ډيموكريسي ګوند لومړۍ بريا اعلانوي.
د دې ګوند وياند هم ويلي چې حاكم ګوند كه ونه غواړي هم د ولس پرېكړه به مجبورا مني او واك به جمهوريت غوښتونكو ته خوشې كوي.
د جمهوريت غوښتونكو وياند ويلي، ګوند يې د پارلمان ۷۰ فيصده چوكۍ ګټلي او دا به له ۱۹۶۰ كال راوروسته لومړنى جمهوري حكومت وي چې په برما كې به د دوى د ګوند لخوا رامنځته كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA