ads

د اساسي قانون د تعدیل یا عنعنوي لویه جرګه؟

کابو ۱۴ میاشتې وړاندې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړتوب د ملي وحدت حکومت جوړ شو، جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هوکړه وکړه چې د دوو کلونو په ترڅ کې به لویه جرګه راوغواړي چې په اساسي قانون کې د تعدیل په رامنځته کولو […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1394
د اساسي قانون د تعدیل یا عنعنوي لویه جرګه؟

کابو ۱۴ میاشتې وړاندې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړتوب د ملي وحدت حکومت جوړ شو، جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هوکړه وکړه چې د دوو کلونو په ترڅ کې به لویه جرګه راوغواړي چې په اساسي قانون کې د تعدیل په رامنځته کولو سره د صدراعظمۍ چوکۍ رامنځته کړي. که څه هم د حکومت له لوري د دغې جرګې د رابللو لپاره کومه هڅه نه تر سترګو کېږي، مګر وايي چې د اساسي قانون د تعدیل لویې جرګې د جوړېدو لپاره ژمن دی او دا جرګه به جوړه شي. کابو ۱۴ میاشتې وړاندې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړتوب د ملي وحدت حکومت جوړ شو، جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هوکړه وکړه چې د دوو کلونو په ترڅ کې به لویه جرګه راوغواړي چې په اساسي قانون کې د تعدیل په رامنځته کولو سره د صدراعظمۍ چوکۍ رامنځته کړي. که څه هم د حکومت له لوري د دغې جرګې د رابللو لپاره کومه هڅه نه تر سترګو کېږي، مګر وايي چې د اساسي قانون د تعدیل لویې جرګې د جوړېدو لپاره ژمن دی او دا جرګه به جوړه شي.
خو په دې منځ کې د تېر جمهور رئیس کرزي د ټیم یو شمېر پخواني غړي، جهادي څېري او ځینې سیاسیون چې د ملي وحددت په حکومت دندې نه لري او د ملي شورا ځینې غړي، په دې هڅه کې دي چې یوه عنعنوي یا اضطراري لویه جرګه جوړه کړي، تر څو د ملي وحدت حکومت د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي. که څه هم دوی په څرګنده توګه خپل نظر نه دی وړاندې کړی، خو داسې تبصره دې چې په اصطلاح  یو شمېر ناراضیان د عنعنوي او یا اضطراري لویې جرګې په دایرولو سره په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په لټه کې دي. د ملي وحدت حکومت مشرانو جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هم په دې اړه څه نه دي چې ایا د دغسې یوې اضطراري لویې جرګې له جوړېدو سره موافق دي او که نه؟
د ملي وحدت حکومت ډېری منتقدین په اوسنیو شرایطو کې چې ناامنۍ، بې روزګارۍ او له افغانستان څخه د خلکو مهاجرتونو زور کړی، د لویې جرګې رابلل خورا اړین بولي. دا منتقدین په ظاهره استدلال کوي چې د اساسي قانون د تعدیل جرګه چې د ملي وحدت حکومت مشرانو پرې هوکړه کړې باید جوړه شي، خو دا جرګه دې بیا د اساسي قانون ترڅنګ د افغانستان د روانو حالاتو په اړه هم پرېکړه وکړي، خو د مشرانو جرګې غړي بیا د عنعنوي جرګې د جوړېدو پلوي دي.
د تېر جمهور رئیس حامد کرزي مشاور وزیر شهزاده مسعود استدلال کوي چې د ملي شورا کاري دوره پای ته رسېدلې او د ولسوالیو شوراګانې هم نشته، نو په خبره یې پر همدې بنسټ د اساسي قانون جرګه نشي جوړېدلی او پکار ده چې د هېواد روانو کړکیچونو حالاتو په پام عنعنوي لویه جرګه یا اضطراري لویه جرګه جوړه شي. پر دې سربېره شهزاده مسعود له پژواک سره د مرکې پرمهال له جمهور رئیس کرزي څخه غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو په غوښتنه د یوه ملي رهبر په توګه، د نورو افغانانو په څنګ کې دې د لویې جرګې د جوړېدو لپاره هڅه وکړي.
مشرانو جرګې هم ویلي چې د هېواد روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او حکومت باید له ژمنې سره سم د لویې جرګې جوړېدو ته اقدام وکړي. د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار چې تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ د جرګې مشري کوله؛ وویل، دا جرګه نه یوازې دا چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ د تفاهم لیک د عملي کېدو لپاره مهه ده؛ بلکې باید د هېواد د روانو حالاتو په اړه هم پرېکړه وکړي. خو ایزدیار وویل چې د جرګې تر جوړېدو مخکې باید د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نیټه و ټاکل شي او دا انتخابات وشي.
د مشرانو جرګې بل غړي شیر محمد اخندزاده بیا وویل چې حکومت د چارو په کنټرولولو کې پاتې راغلی او باید عنعنوي لویه جرګه جوړه شي: ((موږ وایو چې هر څومره ژر کیږي؛ دوی دې عنعنوي لویه جرګه راوغواړي چې د دې بحران لپاره د حل لاره پیدا کړي. د دوی څخه نوره لاره ورکه شوې ده. هر څومره چې وخت تیریږي؛ هغومره خرابیږي.))
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح دي چې د اساسي قانون په ۱۱۰مه ماده کې راغلي چې لویه جرګه د ملي شورا له غړو، د ولایتونو او ولسوالیو د جرګو له رئیسانو څخه جوړېږي. اوس پوښتنه دا ده د شهزاده مسعود په استدلال چې د ملي شورا دوره پای ته رسېدلې او د ولسوالیو شوراګانې هم نشته دی، د اساسي قانون لویه جرګه، عنعنوي یا اضطراري لویه جرګه به څنګه جوړېږي؟
همدارنګه د اساسي قانون په ۱۱۱مه ماده کې راغلي چې لویه جرګه په لاندینیو حالاتو کې دایریېږي:
1. د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول.
2. د دې اساسي قانون د حكمونو تعديل.
3. د دې اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA