ads

خليج فارس: ايران بيړۍ چلوونكو ته مزاحمت كوي

په بحرين کې د امريکا د پنځم سمندري ځواک قوماندان کوين دونګان ويلي، چې په فارس خليج کې د بېړيو تګ راتګ په وړاندې د ايران مزاحمت دوام لري.د اسوشيټيد پرس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، کوين دونګان په متحده عربي اماراتو کې وويل، چې ايران سره تر اټومي هوکړې وروسته هم په فارس […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1394
خليج فارس: ايران بيړۍ چلوونكو ته مزاحمت كوي

په بحرين کې د امريکا د پنځم سمندري ځواک قوماندان کوين دونګان ويلي، چې په فارس خليج کې د بېړيو تګ راتګ په وړاندې د ايران مزاحمت دوام لري.
د اسوشيټيد پرس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، کوين دونګان په متحده عربي اماراتو کې وويل، چې ايران سره تر اټومي هوکړې وروسته هم په فارس خليج کې د مسافر وړونکو او د سيمې يو شمېر هېوادونو جنګي بېړيو په وړاندې د ايران ګواښ پر خپل ځاى پاتې دى. په بحرين کې د امريکا د پنځم سمندري ځواک قوماندان کوين دونګان ويلي، چې په فارس خليج کې د بېړيو تګ راتګ په وړاندې د ايران مزاحمت دوام لري.
د اسوشيټيد پرس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، کوين دونګان په متحده عربي اماراتو کې وويل، چې ايران سره تر اټومي هوکړې وروسته هم په فارس خليج کې د مسافر وړونکو او د سيمې يو شمېر هېوادونو جنګي بېړيو په وړاندې د ايران ګواښ پر خپل ځاى پاتې دى.
نوموړي په دوبۍ کې د هوايي الوتکو د نمايش په مهال زياته کړه، چې د يمن حوثي وسله والو ته د ايران لخوا د تجهيزاتو لېږد هم د تېر په څېر دوام لري.
هغه د روان ۲۰۱۵ کال په سپټمبر مياشت كې په بحرين کې د امريکا د پنځم سمندري ځواک د عمومي قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA