ads

حكومت د خوست هوايي ډګر جوړولو په اړه بې غوري كوي

د خوست اوسېدونکي او ولايتي شورا د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې په دغه ولايت كې د هوايي ډګر د جوړېدو په ټپه درېدلې چارې بېرته له سره پيل كړي.د خوست هوايي ډګر د جوړېدو کار شاوخوا دوه نيم کاله مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د ۱۴ ميليونه ډالرو […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1394
حكومت د خوست هوايي ډګر جوړولو په اړه بې غوري كوي

د خوست اوسېدونکي او ولايتي شورا د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې په دغه ولايت كې د هوايي ډګر د جوړېدو په ټپه درېدلې چارې بېرته له سره پيل كړي.
د خوست هوايي ډګر د جوړېدو کار شاوخوا دوه نيم کاله مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د ۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت پيل شو، خو په پروژه کې يې د اختلاس له امله له تېر يو نيم کال راهيسې چارې په ټپه ولاړې دي. د خوست اوسېدونکي او ولايتي شورا د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې په دغه ولايت كې د هوايي ډګر د جوړېدو په ټپه درېدلې چارې بېرته له سره پيل كړي.
د خوست هوايي ډګر د جوړېدو کار شاوخوا دوه نيم کاله مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د ۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت پيل شو، خو په پروژه کې يې د اختلاس له امله له تېر يو نيم کال راهيسې چارې په ټپه ولاړې دي.
د خوست د ولايتي شورا غړى شکرالله بابکرخېل په دې اړه وایي، جمهور رئيس اشرف غني  دغه ولايت ته د خپل سفر پرمهال ژمنه کړې وه، چې د هوايي ډګر جوړولو ته به جدي پاملرنه وکړي او چارې به یې په شفاف ډول ژر پیل شې، خو په وينا يې تر اوسه په دې برخه کې هيڅ اقدام نه تر سترګو کېږي.
بابكر خېل زياته كړه، د دغه هوايي ډګر چارې تر اوسه بايد بشپړې شوې واى،مګر د حكومت د بې غورۍ له كبله دا كار لا پيل شوى هم نه دى: (( جمهور رئيس خوست ته د سفر پرمهال نوي والي حکم خان حبیبي ته دنده وسپارله، چې د پروژې قرارداد وڅېړي او د شفافیت رامنځته کولو ته لار هواره  او د هوايي ډګر كارونه بيرته په سمه بڼه پيل شي، خو ګورو چې له هغې وروسته څو مياشتې تېرې شوي اوو په دې اړه بيا چا غوږ هم نه دى ګرولى.))
ځينې شمېرې ښيي، چې خوست دا مهال له نورو هیوادونو پرته يوازې په متحده عربي اماراتو کې تر يو لک ډېر مسافر لري او دوى ټول هيله من دي چې د خوست هوايي ډګر په جوړېدو سره به مستقيماً له هغه هېواده خپل ولايت ته الوتنې وکړي.
د خوست  اوسېدونکی سپين روان نورزی همدا خبره كوي او زياتوي چې په دې ولايت کې د ملکي هوايي ډګر شتون، د خوستي مسافرو لپاره حياتي ارزښت لري.
هغه له مرکزي دولته وغوښتل، چې يادې پروژې ته جدي پاملرنه وکړي، څو د مسافرو ياد ارمان پوره شي: (( هره ورځ سلګونه مسافر کابل او بيا په موټرو کې ستړي ستومانه خوست ته راځي. که  د خوست خپل هوايي ډګر جوړ شي، نه يوازې د مسافرو ستونزې به هوارې شي، بلکې د سوداګرۍ په پراختيا کې هم مرسته کوي.))
په عين وخت کې د خوست والي حاکم خان حبیبي بيا وایي، د خوست د هوایي ډګر په قرداد کې د شوي اختلاس په اړه څیړنې وروستۍ پایلې  يې جمهور رئيس او په همدې موخه ټاکل شوې کیمسیون ته سپارلي، چې د پايلې په معلومېدو به يې د ياد هوايي ډګر په ټپه درېدلې رغنيزې چارې ډېر ژر پيل شي: ((د خوست د هوایې میدان قرداد کې فساد شوی و، ما ته محترم جمهوریس دنده سپارلې وه، ما قرداد څیړلی دی او د نهایي پریکړې لپاره مې جمهور رئيس او ټاكل شوي کیمسیون ته سپارلى دى. ما د دغه هوایې میدان د جوړیدو او په اړه يې د نورو مسایلو لپاره وزيرانو سره هراړخیز بحثونه کړي دي.))
بايد وويل شي چې د خوست هوایې ډګر ددغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ په سګۍ سیمه کې په درې زره جریبه ځمکه طرحه او ډيزاين شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA