ads

قوقندي: د سون توكو ته بيې ټاكو او عملي كوو يې

د سوداګرۍ وزارت وايي، په بازار كې د سون توكو د بيې د لوړېدو لامل دغه توكو ته د خلكو د تقاضا لوړېدل او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بيې راټيټېدل دي. د سوداګرۍ وزارت وايي، په بازار كې د سون توكو د بيې د لوړېدو لامل دغه توكو ته د خلكو […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1394
قوقندي: د سون توكو ته بيې ټاكو او عملي كوو يې

د سوداګرۍ وزارت وايي، په بازار كې د سون توكو د بيې د لوړېدو لامل دغه توكو ته د خلكو د تقاضا لوړېدل او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بيې راټيټېدل دي. د سوداګرۍ وزارت وايي، په بازار كې د سون توكو د بيې د لوړېدو لامل دغه توكو ته د خلكو د تقاضا لوړېدل او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بيې راټيټېدل دي.
خو د دغه وزارت وياند مسافر قوقندي ټينګار كوي چې تر دوه اونيو پورې به د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سون توكو له واردوونكو سره دغه بيې ثابتې كړي: (( د سون د توكو د مصرف او وارداتو دقيق امار نشته، نسبي امار به وو لكه موږ د كال په حساب له ۲۰۰ تر درې سوه ټنو پورې ګازو ته اړتيا لرو، خو زه مطمئن يم چې سوداګرۍ وزارت به له لسو راتلونكو كمو ورځو موده كې د ژمي لپاره خپل پروګرام اعلان كړي، موږ له خصوصي برخې سره په تفاهم يو نرخ ورته معلوموو، خصوصا په لويو ښارونو كې چې دا نرخ تعيين شي بيا به اجازه ور نه كړو چې له هغې لوړ د سون توكي وپلوري.))
مسافر قوقندي كه څه هم په هېواد كې سون توكو ته د خلكو د تقاضا او عرضې په تړاو مشخصې شمېرې په لاس كې نه لري، خو ټينګار كوي چې دوى په مركز كې د ګازو او تيلو زېرمې جوړې كړې دي او د واورو د اورښت او لويو لارو د بندېدو په صورت كې كولاى شي لږ تر لږه تر دريو مياشتو پورې د خلكو اړتياوې پوره كړي: (( په ټول هېواد كې ۱۶۱ زره ټنه د نفتي موادو ذخاير لرو، په تېرو دوه كلونو كې موږ د ګازو ۱۵ زره اته سوه ټنه ذخاير جوړ كړل، خصوصي برخې مو هم له ۳۵ زرو تر ۵۰ زرو ټنو پورې د ګازو ذخاير جوړ كړي، دا كولاى شي چې په اوړي كې تر اتو مياشتو او په ژمي كې حداقل تر دريو مياشتو پورې د افغانستان اړتياوې پوره كوي.))
د سون توكو د بيو لوړېدل نوې خبره نه ده بلكې هر كال د ژمي په رارسېدو سره د تېلو او ګاز بيې په بې ساري ډول لوړېږي.
كه څه هم چارواكي تل په دې اړه د راتلونكو پلانونو او تدابيرو خبرې كوي، خو دا چې د هېواد ټول بې وزلي او شتمن وګړي په يو ډول په اوړي او ژمي كې په بيو كې په لږ توپير د سون توكي په اسانۍ او په يوه بيه وپېري، تر دې مهاله نه دي بريالي شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA