د كركټ د نړيوالو او مشهورو لوبغاړو (( ال سټارز)) شل اوريزو سياليو په ترڅ كې د وارن وارييرز لوبډلې سچن بلاسټرز ته په دوهمه لوبه كې په شپږو ويكټو ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه وارن وارييرز پچه وګټله خو سچن بلاسټرز لوبډلې ته يې د پاڼۍ تېرولو بلنه وركړه چې په ترڅ كې يې سچن بلاسټرز لوبغاړو په شلو اوورونو كې د اتو ويكټو په تاوان ۱۴۱ منډې هدف كېښود. د كركټ د نړيوالو او مشهورو لوبغاړو (( ال سټارز)) شل اوريزو سياليو په ترڅ كې د وارن وارييرز لوبډلې سچن بلاسټرز ته په دوهمه لوبه كې په شپږو ويكټو ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه وارن وارييرز پچه وګټله خو سچن بلاسټرز لوبډلې ته يې د پاڼۍ تېرولو بلنه وركړه چې په ترڅ كې يې سچن بلاسټرز لوبغاړو په شلو اوورونو كې د اتو ويكټو په تاوان ۱۴۱ منډې هدف كېښود.
د سچن بلاسټرز لخوا سهواګ تر ټولو ښه او د ۵۵ منډو لوبه وكړه، خو بل كوم لوبغاړى د نيمې سليزې په جوړولو بريالى نه شو.
د سچن بلاسټرز په پاڼۍ كې شين وارن او اينډريو درې درې ويكټې او ويټوري او ډونلډ يوه يوه ويكټه واخسته، په لوبه كې وسيم اكرم هم تېزه توپ اچونه وكړه خو د كومې ويكټې په اخستو بريالى نه شو
بلې خوا ته وارن وارييرز لوبډلې بيا د سچن بلاسټرز لخوا ايښودل شوى ۱۴۱ منډې هدف په ډېره اسانۍ د اووه لسم اوور په په ۲ توپ د څلورو ويكټو په تاوان ترلاسه كړ.
د وارن واريير لوبډلې لخوا د لوبې پيل جيك كيلس او هيډن وكړ، خو هيډن تر ډېره په ويكټ ونه درېد او د شعيب اختر په بال يوازې په څلورو منډو اوټ شو.
جيك كيلس بيا په ۱۳ منډو رن اووټ شو، ورپسې سنګا كارا هم په ۴۱ منډو د شعيب اختر په بال وسوځېد، سيمونز بيا يوازې په يوه منډه د مورلي دهرن په بال رن اووټ شو، پونټنګ په دې لوبه كې تر ټولو ډېرې ۴۸ منډې وكړې او جونټي روډز په ۲۰ منډو اوټ شو.
ال سټارز سياليو كې ديرش نړيوال پخواني كركټ لوبغاړي برخه اخلي چې يوه لوبه يې وارن وارييرز ګټلې ده او دوه نورې لا پاتې دي. دا لوبې په امريكا كې ترسره كېږي.


