نن د خوست ولایتي شورا ریاست ودانۍ مخته هغه لسګونه کسان راټول شوي و، چې سعودي عربستان کې خوارۍ او مزدورۍ کوي خو په دې وروستیو کې یې په اسنادو کې ستونزې پیدا شوي او د سعودي عربستان حکومت یې خپل هیواد ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي.
دوی وایي، په دې موخه یې د ولایتي شورا ریاست ته مراجعه کړې، تر څو ستونزه یې له اړوندو وزارتونو او په سعودي کې د هیواد له سفارت سره شریکه او حل لاره ورته پیدا شي.
نن د خوست ولایتي شورا ریاست ودانۍ مخته هغه لسګونه کسان راټول شوي و، چې سعودي عربستان کې خوارۍ او مزدورۍ کوي خو په دې وروستیو کې یې په اسنادو کې ستونزې پیدا شوي او د سعودي عربستان حکومت یې خپل هیواد ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي.
دوی وایي، په دې موخه یې د ولایتي شورا ریاست ته مراجعه کړې، تر څو ستونزه یې له اړوندو وزارتونو او په سعودي کې د هیواد له سفارت سره شریکه او حل لاره ورته پیدا شي.
د دغو مسافرو له منځه اول خان وایي، ستونزه يې دا ده چې د خوست زیاتره مسافر سعودي ته په پاکستاني پاسپورټونو تللي، ځکه افغانانو ته سعودي ویزې نه وركولې، خو په وينا يې اوس چې دوى كابل ته راغلي نو د ويزو د خروج او دخول د ټاپو د ناسمې لګونې په بهانه يې سعودي له قبلولو انكار كړى دى.
نوموړی وایي، هیواد ته د راتګ په وخت ورته په سعودي کې د افغان سفارت په هوکړه ځانګړې پاڼې ورکړل شوې، چې د دوى هويت يې تثبيتاوه تر څو په هوایې میدانونو کې زور زیاتی ورسره ونشي: (( د سفارت لارښوونه دا وه چې له سعودي څخه د وتو او هیواد ته په داخلیدو باید دغه پانې ټاپه شي، خو له سعودي څخه د خارجیدو په وخت ټاپي په پاسپورټونو کې وهل شوي او کابل ته په راتګ د دننه کیدو ټاپې بیا په هممغو ځانګړو شويو، پاڼو کې وهل شوي چې د سعودي عربستان چارواکې دا کار ناقانونه بولي او سعودي ته مو د تګ مخه نيسي.))
اول خان زياته كړه، هغه كسان چې ورسره د ولايتي شورا رياست مخې ته راټول شوي پر خپلو پاسپورټونو ترې يو مليون ريالونه تللي او هلته يې كاروبارونه هم په ټپه ولاړ پاتې دي: (( خو اوس د چا په ویزو کې لس ورځ وخت پاتې دی او د چا په ویزو کې یوه میاشت که حکومت ستونزه حل نه کړي. زموږ د خلکو کاربارونه هلته د عربانو په نوم دي او موږ دا اجازه نلرو، چې په خپل نوم کاروبار وکړو نو زموږ د لسو او پنځلسو کالو خوارۍ به په اوبو لاهو شې.))
ګل رحیم بل مسافر دى، نوموړى وايي، له دوی سره د پاکستاني پاسپورټونو په اخیستو کې داسې درغلۍ شوي، چې د بل پاکستاني په پاسپورټ یې د ګل رحیم تصویر لګولی او د هوایې میدان له پولیسو سره یې د معاملې له مخې سعودي ته لیږلی دی.
دی وایي، اوس که افغان حکومت دوی ته نوې ویزې او پاسپورټونه ورنکړي نو دوی به سخته اقتصادي ضربه وویني: ((یو خو جعلي پاکستاني پاسپورټونه دي، چې موږ یې لرو، که حکومت موږ ته نوي او تازه پاسپورټونه رانه کړي نو موږ له جدې هوایې ډګر څخه راګرځوي او ډېری کسان راګرځول شوي هم دي. اوس د افغانستان حکومت ته پکار ده، چې زموږ غم وخوري، تازه او نوې ویزې، پاسپورټونه راکړې او هلته یې سعودي کې تبديل کړي نو موږ به له زیان څخه وژغول شو.)
دغو مسافرو چې خپلې غوښتنې يې د خوست د ولایتي شورا له غړو سره شریکې کړي په اړه يې د شورا غړي عبدالوالي واحدزي کلید ته وویل: ((که مرکزي اداره او جمهور رئيس په دې برخه کې ځانګړی پام ونه کړي، نو د خوست خلک به له اقتصادي زیان سره مخامخ شي، نه يوازې دا بلكې د خوست په زرګونه اوسیدونکي به د بې روزګارۍ ستونزې سره هم د تل لپاره مخامخ وي.))
د همدې مسافرو یو شمېر مشرانو یادونه وکړه، چې په سعودي کې له خوست څه باندې ۲۰ زره مسافر په مختلفو كاروبارونو مصروف دي.
د دغو مسافرو غوښتنه دا وه چې دوی ټول پاکستاني پاسپورټونه لري او افغان چارواکي يې باید پاسپورټونه افغاني ته بدل کړي، تر څو ستونزه يې د تل لپاره حل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


